1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د مهاجرو په اړوند یوې غونډې کوربه توب کوي

۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

تمه کیږي چې په ۲۰۱۶م کال کې د امريکا ولسمشر باراک اوباما د مهاجرو په اړوند یوه غونډه جوړه کړي. دا اعلامیه له هغه وروسته خپره شوه چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان رئیس د سوریې په ګاونډي هیوادونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1HReu
انځور: picture-alliance/dpa/W. Woon

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالتونو استازي سمنتا پاور د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ که به په سپتمبر میاشت کې یوه غونډه وشي چې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه به د هیوادونو مشران پکښې برخه واخلي.

هغې وویل چې دا د امریکا متحدو ایالتونو او د متحدینو هڅې دې چې ملګرو ملتونو بشردوستانه غوښتنو څخه د ملاتړ نوې ژمنې ښيي.

ملګري ملتونه نړیوالي مرستې ته اړتیا لري

امریکا متحدو ایالتونو دا اعلان له هغه وروسته وکړ، چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان رئیس انتونیو ګوتیرس له اروپا او امریکا څخه غوښتنه وکړه چې د سوریې ګاونډې هیوادونو سره د مرستې له پاره د پانګونې یو پروګرام پیل کړي.

«موږ له نړیوالي ټولني څخه د یوې نوي معاملې غوښتنونکي یو.» ګوترس په دې خبرو کې د امریکا متحدو ایالتونو هغې پانګونو ته اشاره کوي چې د ۱۹۳۰م کال اقتصادي کړکیچ وروسته پلي شوې وه.

هغه همداراز زیاتوي: «ماشومانو ته پر زده کړو سربیره، د کار بازار ته لاسرسی او له غریبۍ څخه تیښته به د دې لامل شي چې لا ډیر سوریایان مخ پر اروپا شي».

د مهاجرو سازمان ریس وایي: «په لبنان، اردن او ترکيه کې ډېري پانکونه ته اړتیا شته، څو د دې هیوادونو له حکومتو سره مرسته وشي او مهاجر له بدمرغۍ څخه وساتل شي».

د داعش ملګري

د یوشمیر اروپایي مشرانو او د امریکا متحدو ایالتونو پر والیانو تر نیوکو وروسته ګوترس همداراز هغه کسان وغندل چې سوریایي مهاجر نه مني. ګوترس دا څرګندوني له هغه وروسته شریکه کړې چې تیره اوونۍ د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشریزه انتخاباتو یو کاندید دونالد ترمپ وویل چې مسلمانان باید امریکا ته له راتګ څخه منع شي.

ګوترس وویل: «هغه کسان چې سوریایي مهاجر ردوي او لامل یې هم دا وايي چې دوی مسلمانان دي نو د افراطي ډلو له پاره د سرتیرو په برابرولو کې مرسته کوي».

اروپا اوسمهال د مهاجرو له تر ټولو لویې څپې سره مخامخ ده چې له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې بیساري ده او ډېر مهاجر هم له سوریې او افغانستان څخه دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په وروستیو کلونو کې ۶۰ میلیونه کسان دې ته اړ شوي دي چې خپل کور پریږدي او بیځایه شي. تیره اونۍ په یو رپوټ کې ویل شوي وه چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې [په سوريه کې] ۵ میلیونه کسان بیځایه شوي دي چې ۴،۲ میلیونه کسان په خپل هیواد کې پاته خو بیا ۸۳۹ زره نورو کسان تر نړیوالو سرحدونو تیر شوي دي.

د دې شمیرو له مخې هره ورځ ۴۶۰۰ کسان مهاجر شوي دي.