1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اهل هنود: که مو افغان حکومت ږغ وا نه وري بل هيواد ته پنا وړوو

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ مرداد ۹, چهارشنبه

د افغانستان هندوانو او سیکانو په پارلمان کې د هغوی د یوې ځانګړي شوي څوکۍ د حذفیدو په سبب نیوکې کړي دي. افغان هندوانو ګواښ کړی دی چې که ستونزې یې حل نه شي نو یوه بل هیواد ته به پنا یوسي.

https://p.dw.com/p/19Hke
Afghan Hindus during a joint press conference with civil society in Kabul, Afghanistan. 31.07.2013.Photo: Hossain Sirat_DW
Afghanistan Hindus Zivilgesellschaftانځور: DW/H. Sirat

اوس میرمن انار کلي یوازینۍ افغانه سناتوره ده چې په مشرانو جرګه کې د افغانستان د هندوانو او سیکانو استازيتوب کوي. په افغانستان کې میشت دغه قومي اقلیت په ولسي جرګه کې هیڅ استازی نه لري.

په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو د سرتاسري شوار مرستیال دروال سینګ، د چهارشنبې په ورځ(۲۰۱۳ کال د جولای ۳۱) په کابل کې له مدني ټولنو سره په یوه ګد خبري کنفرانس کې وویل: «په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو شورا د ټاکنو په قانون کې د هندوانو او سیکانو له پاره د یوې ځانګړي شوې څوکۍ د حذفیدو له کبله خپله ژوره خواشیني څرګندوي.»

د ټاکنو په نوي قانون کې د ولایتي شوراګانو ۲۵ سلنه څوکۍ ښځو ته څانګړې شوي وي. پر دې سربیره په دغه قانون کې په ولسي جرګه کې ۱۰ څوکۍ کوچیانو ته او یوه څوکۍ هم د اهل هنود له پاره ځانګړې شوي وې. خو استازو د ښځو له پاره د ځانګړو شویو څوکیو شمیر ۲۰ سنلو ته راکښته کړ، د کوچیانو له پاره ځانګړي څوکۍ یې پر هماغه لس سلنه باندي وساتلې او د هندوانو له پاره یوازينۍ ځانګړې شوې څوکۍ یې له منځه یوړه.

دا څووم وار دی چي اهل هنود په افغانستان کي شکايت کوي
دا څووم وار دی چي اهل هنود په افغانستان کي شکايت کويانځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د هندوانو استازي وایي چې هغوی په دغه هیواد کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او که هغوی ته په ولسي جرګه کې یوه څوکۍ په پام کې نیول شوې وای نو د هغوی ډیري ستونزي به حل شوي وای.

سینګ وایي: «په ملي شورا کې د هندوانو او سیکانو له پاره یوې ځانګړې څوکۍ له یوې خوا کولای شوای چې د هغوی ټولنیزي، مذهبي او اقتصادي ستونزي حکومت ته ورسوي او له بلې خوا کولای شي چې له خپل حق څخه دفاع وکړي.»

د اهل هنود استازي وایي چې د افغانستان تر کورنیو جګړو دمخه یې په افغانستان کې نفوس لسهاوو زره کسانو ته رسیدی خو اوس په افغانستان کې یوازې د هغوی ۷۰۰ کورنۍ چې نزدې ۴۰۰۰ غړي لري پاتې دي.

دیني مراسمو ته بې احترامي

هندوان د خپل دین له مخي خپل مړی سوځوي. په افغانستان کې د دغه دین پیروان د خپل دغه دیني دود د ترسره کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي. افغان هندوان د خپلو مړو د سوځولو له پاره د یوه ځانګړي ځای له نه شتون څخه شکایت کوي.

ادراویل سینګ په دې اړه وایي: «یو افغان هندو د پرتپال سینګ پال په نوم په سمنګانو کې د یوه واده په مراسمو کې ووژل شو. موږ د هغه مړۍ لومړۍ مزار او بیا کابل ته ولیږداوه. کله چې مو هغه په کابل کې وسوځاوه او درې ورځې وروسته یې د خاورو ټولولو ته راغلو نو ومولیده چې دغه مړی ۱۷۰ وارې په خښتو ویشتل شوی وو.»

افغان حکومت، د لته بند په سیمه کې د هندوانو له پاره یوه سیمه ځانګړې کړې ده چې خپل مړي پکې وسوځوي، خو هندوان وایي چې دغه سیمه له کثافاتو ډکه ده او هغوی نه شي کولای چي خپل مذهبي مراسم پکې ترسره کړي.

پر دې سربیره هندوان وایي چې په دې سیمه کې د هغوی له پاره ډیري امنیتي ستونزي هم رامنځ ته کیږي. ادراویل سینګ وايي: «موږ قلاچې ته خپل مړي نه شو وړای نو څرنګه هغوی لته بند ته ورسوو. که دا کار وکړو نو یو مړی به وړو او له هغې خوا به څو نور مړي راوړو.»

د هندوانو استازو ګواښ کړی دی چې که افغان حکومت یې د ستونزو د حلوولو له پاره اقدام و نه کړي نو دوی به یوه بل هیواد ته پنا یوسي.