1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلستان له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري خپل ځواکونه راباسي

۱۳۹۰ بهمن ۸, شنبه

افغان ولسمشر، حامد کرزي، د شنبې په ورځ «د جنوري د میاشتې ۲۸مه نیټه» د انګلستان له صدراعظم، دیوید کیمرون، سره ولیدل. د انګلستان صدراعظم ویلي دي چي له افغانستان څخه به خپل ځواکونه د ناټو د پلان له مخي راوباسي.

https://p.dw.com/p/13sN5
کرزی به په بریتانیا کي هم یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي
کرزی به په بریتانیا کي هم یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړيانځور: AP

افغان ولسمشر د خپل اروپایي سفر په ترڅ کي د شنبې په ورځ «د جنوري د میاشتي ۲۸مه نیټه» د انګلستان له صدراعظم، دیوید کیمرون، سره لیدلي دي. په دغه لیدنه کي کیمرون ویلي دي چي هیواد به ئې له افغانستان سره به اوږد مهاله اړیکي ولري. هغه زیاته کړې ده: «موږ غواړو چې له افغانستان سره اوږد مهاله اړیکي ولرو. دغه اړیکي به له افغانستان څخه د برتانوي ځواکونو له راوتلو وروسته هم دوام ولري. زموږ ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه راووځي.»

افغان ولسمشر تر دې مخکي فرانسې او ایټالیا ته هم سفر کړی وو او له دغه هیوادونو سره یې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل.

په پام کې ده چې ولسمشر کرزی به له انګلستان سره هم یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي. دغه تړون به په ۲۰۱۴م کال کي له افغانستان څخه د برتانوي ځواکونو تر وتلو وروسته د دواړو هیوادونو د همکاریو په اړه وي.

په پام کې وه چي ولسمشر کرزي تیر کال د دسمبر په میاشت کې د دغه سند د لاسلیکولو په موخه لندن ته سفر کړی وای. هغه وخت ولسمشر کرزی په آلمان کې وو خو په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې له یوه ځانمرګي برید وروسته ولسمشر خپل سفر رالنډ کړ.

لویدیځ هیوادونه په پام کې لري چې له ۲۰۱۴م کال وروسته له افغانستان څخه خپل ټول جنګي سرتیري راوباسي او د ټول هیواد په کچه امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري.

برتانوي چارواکي وایي چې دغه نوی تړون چې ولسمشر کرزی او دیوید کیمرون به ئې لاسلیک کړي په اصل کې د ۲۰۰۵م کال د تړون نوی بڼه ده. د نوموړي تړون هدف د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي ډیالوگ، امنیت، حکومتوالۍ، د قانون حاکمیت، اقتصاد، ټولنیزه پرمختیا او په فرهنگي برخو کې د همکاریو څرنگوالی تعریفوي.

د لویدیځ هیوادونو مشران د خپلو خلکو تر سخت فشار لاندي دي چې له افغانستان څخه خپل سرتیري راوباسي.

د فرانسې ولسمشر، نیکولا سارکوزي، په پاریس کې له ولسمشر حامد کرزي سره تیره ورځ تر لیدنې وروسته وویل چې افغان ځواکونو ته به د امنیت د سپارلو لړۍ د مارچ له میاشتې څخه پیل شي او تر ۲۰۱۳ کال وروسته به له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي. فرانسه په افغانستان کې ۳۶۰۰ سرتیري لري.

د انگلستان صدراعظم، دیوید کیمرون، چې تیره میاشت ئې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو څخه لیدنه وکړه پلان لري چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي.

د بریتانیا صدراعظم ویلي دي چې په روان کال کې به له افغانستان څخه خپل ۵۰۰ سرتیري راوباسي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش