1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلا ميرکل ۶۵ کلنه شوه: د هغې کاري ژوند ته لنډه کتنه

۱۳۹۸ تیر ۲۶, چهارشنبه

صدراعظمه انگلا ميرکل د ۱۹۵۴م کال د جولای پر ۱۷ نيټه زيږيدلې. هغه د ۲۰۰۵م کال راهيسې د آلمان صدراعظمه ده. د صدارت په دوره کې تل له سترو ننگونو سره مخامخ شوې. اوس يې د کاري دورې وروستی وخت هم ډېر آرام نه دی.

https://p.dw.com/p/3MCCN
James Simon Galerie Berlin Angela Merkel
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل په پاريس، مسکو او يا واشنگټن کې د ناستو حکومتي مشرانو په پرتله په رسمي ډول کم واک لري خو د هغې ۱۴ کلن صدارت پر آلمان ډېر اغیز کړی او له دې د «ميرکل پېر» رامنځته شوی دی. ځوانان هغه يوازې د صدراعظمې په توگه پيژني. دا څوارلس کلونه پر موقتي اقتصادي بحران سربيره هم له اقتصادي پلوه په ټولیزه توگه ښه کلونه ول.

آلمان چې په ۲۰۰۵م کال کې یې په اړه په اروپایي ټولنه کې انديښنې موجودې وې، د اقتصادي ودې په ماشين يا انجن بدل شو. د بې کارانو شمير نيمايي شو او د ماليو له درکه ترلاسه شوې عايد لوړ شو. د پورونو د ورکړې بندول د يوه ستر بدلون لامل شول او دولتي خزانه بېرته ډکه شوه.

د بحرانونو نړيواله منيجره

په تېره بيا په بحراني کلونو کې د ميرکل ځواک په ښه شان ظاهر شو. د يورو بحران، د يونان ژغورل او د روسیې له خوا د کريميا د نيمه ټاپو الحاق: دا چې د اروپايي ټولنې په کچه هم په دې اړه سخته نارامي موجوده وه، ميرکل په زړورتيا سره مداخله وکړه. له ميرکل سره د ملاقاتو شمير زيات شو او د برلين مطبوعات ډېر حیران نه ول چې د صدارت ماڼۍ د اروپا د بدلون د سیاست په مرکز بدله شوې وه.

ميرکل ځان د بحرانونو د منيجرې په توگه ثابت کړ. دا چې نوموړې بيا څه نه څه په منظم ډول د نړۍ د تر ټولو ځواکمنې ښځې په توگه ونومول شوه، د حيرانتيا خبره نه وه. په عوامو کې هغه له دې کبله ډېره وستايله شوه.

«مور»

هغې خپل »مسيحي ديموکرات گوند« د عصريبوت پر لاره برابر کړ. ځوانان او په تېره بيا ښځې را مخته کړل شوې. د گوندي گانگرو هغه عمومي انځور بيخي بدل شو. ميرکل چې څرنگه وه همداسې پاته شوه. په نظر پوښتنو کې خلکو د هغې صداقت ډېر وستايه.

د آلمان د صدارت ماڼۍ
د آلمان د صدارت ماڼۍ د اروپا د بحرانونو د اوج پر وخت د اروپا د سياسي بدلون پرمرکز بدله شوې وهانځور: Imago Images/photothek/F. Gaertner

يو وخت راغی چې ډېرو هغه «مور» بلله.  له دې «لقب» څخه په اصل کې مقصد د هغې تعريف او توصيف، خو يو بل اړخ یې هم درلود. دا چې سړي د هر څه له پاره پر مور تکيه کول نو د يوه ديموکراتيک اختلاف تمايل نور له منځه تللی وو. همدا وو چې د «مور» لقب يو څه منفي خوند خپل کړ.

ميرکل په ډېر زيار او زور سره ځينې پريکړې وکړې، لکه د عسکرۍ مکلفيت د منځه وړل او د اتومي دستگاو تړل. نوموړې د مسيحي ديموکرات گوند محافظه پالان کونج ته کړل.

«موږ یې تر عهده وتلای شو»

د تاريخ په کتابونو کې به ميرکل په يو بل څه هم ياديږي: د «موږ یې تر عهده وتلای شو» له دې جملې سره چې هغې د ۲۰۱۵م کال په اگست میاشت کې د مهاجرو د بحران د اوج پر وخت ويلې وه.

آلمان هغه وخت چمتوالی وښود چې د سوریې او نورو جگړه ځپلو هېوادونو څخه به په سونه مهاجر ومني. که څه هم چې ميرکل وروسته د ډېر څه د بيرته سمولو هڅه وکړه، خو د مهاجرت او کډوالۍ پر مسئله ولس تر نن ورځې ويشلی پاته دی.

د مهاجرو بحران ټوله اروپا ونيوله. د ختیځې اروپا هيوادونو د آلمان له هغه پلان سره مخالفت وښود چې له مخي يې بايد مهاجر د دغي ټولني پر هیوادونو وويشل شي.

د ميرکل راتلونکی؟

که چېري ميرکل يوه عادي کارگره وای نو هغه چې په ۱۹۵۴م کال کې زيږیدلې، په ۲۰۲۰ م کال کې به تقاعد کیدلای. خو دا چې هغه به د روانې مقننه دورې تر پايه يعني تر۲۰۲۱م کاله خپلې دندې ته دوام ورکړي او يا به مخکې بس کړي، په دې اړه نن سبا ډېر اټکلونه کيږي. په تېره بيا په دې وروستيو کې د هغې د رېږېدو له وجې.

B.S/N.Z ( Kay-Alexander Scholz )

زموږ له آرشيف څخه: