1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګیلا میرکل واشنګټن ته د دونالد ترمپ دعوت رد کړ

۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د جرمني صدراعظمي د جي۷ په سرمشریزه کي د ګډون له کبله واشنګټن ته د امریکا د جمهورریس دعوت رد کړ. امریکا غواړي په هغه کي ټوله مشران شخصأ حضور ولري، دا ځکه چي د دغه ګروپ غړو هیوادو اوس د کرونا قیودات نرم کړي دي.

https://p.dw.com/p/3d8kZ
UK NATO-Treffen in London l Angela Merkel und Donald Trump
انځور: picture-alliance/empics/PA Wire/S. Parsons

د جرمني د حکومت ویاند شټیفان زایبرت وویل،»د جرمني صدراعظمه د جمهورریس ترمپ څخه تشکر کوي، چي د جون میاشتي په اخره کي یې د جي ۷ سرمشریزي ته وردعوت کړې ده، خو فعلأ د کرونا ویروس د عمومي وضعیت پخاطر نسي کولای واشنګټن ته د سفر کولو او هغه کي د شخصي مشارکت سره موافقه وکړي.«

د جهان د اوو صنعتي هیوادونو سرمشریزه هرکال دایریږي ، خو سږکال د کرونا ویروس د شیوع پخاطر امکان لري په هغه کي څوک شخصأ برخه وانه خلي، بلکي د ویدیويي کنفرانس له لاري پکښي ګډون وکړي. خو د کرونا په قیوداتو کي د نرمښت راوستلو او کمولو پخاطر ترمپ اوس غواړي د غړو هیوادو مشران شخصأ په هغه کي حضور ولري.

د انګلستان صدراعظم بوریس جانسن بیا د ترمپ څخه ملاتړ کړی او ویلي دي، چي په دغه سرمشریزه کي باید مشران »د امکان په صورت کي«شخصأ حضور ولري. میرکل بیا که څه هم د کرونا د پانډمۍ سره یې د هیواد مبارزې ته خوشبینه ده، خو اخطار یې ورکړی دی، چي د جون میاشت شاید د جي ۷ سرمشریزي د دایرولو پخاطر ډیر وختي وي.

په همدې حال کي بیا ترمپ ویلي دي، چي غواړي د جي ۷ د سرمشریزي وخت د جون میاشت څخه د سږکال مني ته واړوي. دئ همدارنګه غواړي، د جي ۷ لست اوږد او دوه درې نور هیوادونه، لکه اسټرلیا، روسیه، جنوبي کوریا او یا هندوستان هم په هغه کي ورشامل کړي. خو د جرمني حکومت بیا ددې اقدام په مقابل کي محتاطانه دریځ اختیار کړی دی.