1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انساني قاچاق ډیری وخت د جنسي استثمار معنی لري

۱۳۹۷ دی ۱۶, یکشنبه

د ملګرو ملتونو په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي چې د قاچاق کیدونکو کسانو نږدې شپیته سلنه یې د جنسي سوء استفادې قرباني کیږي، چې یوه لویه برخه یې ښځې تشکيلوي. د رپوټ له مخې په دې وروستیو کلونو کې دغه وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

https://p.dw.com/p/3B5aq
Deutschland BdT Protest gegen Menschenhandel in Berlin
انځور: Reuters/F. Bensch

د ملګرو ملتونو سازمان په پرله پسې ډول د انساني قاچاق له پيښو څخه پرده پورته کړې ده. په وين کې د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان (UNODC) په ۲۰۱۶ م کال کې په مجموع کې د انساني قاچاق د قربانیانو ۲۵۰۰۰ موارد ثبت کړي دي چې دا تر دې د یوه کال مخکې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښکاره کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان اشاره کوي چې دغه ارقام د نړۍ په مختلفو برخو کې د انساني قاچاق د پيښو د بهتره څارنې په نتیجه کې ترلاسه شوي دي.

د نړۍ د ۴۵ هیوادونو د معلوماتو له پرتلنې څخه چې په سیستماتیک ډول په دې اړه خپل ارقام خپروي، له ۲۰۱۱م کال را په دیخوا په دغو مواردو کې ۳۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کوم موارد انساني قاچاق بلل کیږي؟

د انساني قاچاق په اړه د ملګرو ملتونو د پروتوکول په اساس استخدام، لیږد رالیږد، د استوګنې ځای ورکول او له هغو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د انسانانو منل [...]انساني قاچاق بلل کیږي.

دا کار ډیري وختونه په زور د ګواښل کیدو یا له زور څخه د استفادې په وسیله او یا هم په نورو مختلفو لارو لکه برمته کول، فریب، له قدرت څخه سوء استفاده او یا هم د اشخاصو له خاصې کمزورۍ څخه د استفادې په شکلونو کې صورت نیسي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې شاوخوا ۶۰ سلنه هغه کسان چې قاچاق کیږي له جنسي ځورونې سره مخامخ کیږي. ډیري دا ډول پيښې د نورو سیمو په پرتله په امریکا، اروپا او د آسیا په سویل ختیځو سیمو کې رامنځته کیږي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې یو پر دریمه برخه د دغو قربانیانو په اجباري کارونو ګمارل کیږي چې اکثره موارد یې د افریقا په وچه او منځني ختیځ کې رامنځته شوي دي.

د ملګرو ملتونو معلومات ښیي چې له انساني قاچاق څخه د سوء استفادې یو بل شکل هم سوال کولو ته د قرباني اړ ایستل او یا هم  په غیر قانوني ډول یې د بدن غړي اخیستل دي. دوه سلنه قربانیان په مختلفو شکلونو او پرله پسې ډول له ناوړه استفادې سره مخامخ شوي دي.

څوک قربانیان دي؟

ښځې په ۴۹ سلنې سره د قربانیانو یوه لویه برخه تشکيلوي. همدارنګه د قربانیانو ۲۳ سلنه نجوني دي. ډیري د دوی له جنسي سوء استفادې سره مخامخ کیږي. خو هغه نارينه چې قاچاق کیږي د ښځو برخلاف زیاتره په اجباري کارونو ګمارل کیږي.

د ملګرونو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د معلوماتو پر بنسټ په نړیواله کچه د انساني قاچاق د قربانیانو شاوخوا ۲۸ سلنه یې قانوني سن ته نه رسیدلي تنکي ځوانان تشکيلوي. پناه غوښتونکي او کوم کسان چې له فقر سره لاس او ګریوان دي، هغه ډله ده چې تر ټولو ډیر زیانمن شوي دي.   

آیا پرمختګ شوی دی؟

د ملګرو ملتونو سازمان په خپل رپوټ کې یادونه کړې ده چې په اوس وخت کې نږدې هر یو هیواد داسې قوانين لري چې له مخې یې انساني قاچاق جرم بلل کیږي. د دغه رپوټ پر بنسټ، خو په ځنو سیمو کې اوس هم داسې مجرمين شته چې نه دي مجازات شوي. د دغه رپوټ لیکونکو د بیلګې په توګه د سویلي افریقا د ساحلي هیوادونو یادونه کړې ده چیرې چې د قوانينو عملي کولو او له انساني قاچاق سره مبارزې ته ډیره اړتیا لیدل کیږي.

د آلمان د جنایې جرمونو سره د مبارزې ادارې په حواله دغه پدیده د نړۍ د نورو برخو په څیر دلته هم پراخه شوې ده. نوموړې ادارې د تیر کال په اګست میاشت کې رپوټ ورکړی وو چې په مجموع کې ۶۷۱ تنه د جنسي سوء استفادې، اجباري کار او سوالګرۍ سره مخامخ شوي دي چې دا تر دې د یوه کال مخکې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

سره له دې ټولو ملګري ملتونه له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او په جګړه کې ښکیلو سیمو او ټوله نړۍ کې له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې خپل ظرفیت او ګډه همکاري پراخه کړي. 

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: