1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اندونیزیا: لادرکه شوې کښتۍ موندل شوې ده

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه

د اندونیزیا چارواکو خبر ورکړی دئ چې دوی هغه کښتې موندلې ده چې پکښې په لسوونه تنه غیر قانوني کډوال سپاره ول او د آسترالیا پر لور روانه وه، خو گمان کیږي چې په کښتۍ کي سپاره ټول کسان تښتیدلي وي.

https://p.dw.com/p/14dvI
انځور: picture alliance/WILDLIFE

چارواکي هغه وخت د دغه کښتۍ په لټه کې شول چې د چهارشنبې په ورځ په کښتۍ کې سپرو کډوالو آسترالیا ته د بیړنیو مرستو خبر ورکړی وو، چې دوی په اوبو کې له طوفاني هوا سره مخ دي او کښتۍ د ډوبیدو له گواښ سره مخامخ ده. اټکل کیږي چې په کښتۍ کې سپاره دغه غیر قانوني کډوال افغانان دي.

په آسترالیا کې د مهاجرینو وکیل ویلي ول چې په کښتۍ کې سپرو ۶۰ تنو پناه غوښتونکو لومړی آسترالیایي چارواکو ته خبر ورکړی او آسترالیا بیا دغه پیغام اندونیزیا ته استولی وو.

د اندونیزیا چارواکو ویلي دي چې دوی د دغه لادرکه شوي کښتۍ څرک د جمعې په ماښام د لومبوک، په جزیره کې ولگاوه. دغه جزیره د اندونیزیا د مشهوري جزیري بالي ختیځ ته څیرمه پرته ده. ځایي اوسیدونکي وایي چې دوی پناه غوښتونکي د چهارشنبې په ورځ لیدلي ول.

د تینگرا ولایت د ژغورني او لټون د ادارې یوه چارواکي ناننگ سیگیت، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: « د لومبوک اوسیدونکو موږ ته خبر راکړ چې دوی د چهارشنبې په ورځ یوه کښتۍ لیدلې وه چې ساحل ته رارسیدلې ده او په کښتۍ کې سپاره خلک ساحل ته تر رارسیدو وروسته تښتیدلي دي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې موږ ته په عاجله توگه خبر نه وو راکړل شوی نو دوی یوازې د جمعې په شپه کښتۍ موندلې ده. د هغه په وینا دوی اوس له پولیسو سره په گډه په دغه جزیره کي د کسانو لټون پیل کړي دي.

د کډوالو ادارې يو تن کارکوونکي یان رینتول، د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دوی په دې باور دي چې د جمعې د ورځې تر ناوخته د غیر قانوني کډوالو سره د گرځنده تلیفون له لاري د خبرو کولو تر وخته لا هم دغه کښتۍ په اوبو کې وه.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: « که چیري دوی (اندونیزیایي چارواکو) د چهارشنبې په ورځ په دغه جزیره کې کښتۍ موندلې وي، نو دا بیا هغه کښتۍ نه ده.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې کله ده له کډوالو سره د وروستي ځل له پاره خبري وکړې نو په تلیفون کې د باد او اوبو غږ اوریدل کیدی. د رینتول په وینا په کښتۍ کي سپرو کسانو ده ته ویلي ول چې کښتۍ ډیرو اوبو اخیستې ده.

خو اندونیزیایي چارواکي بیا وایي چې دوی د کښتۍ لټون نور نه کوي ځکه چې دوی ظاهرا په دې ډاډه دي چې دوی سمه کښتۍ موندلې ده. سیگیت په دې اړه وویل: « ځایي اوسیدونکو موږ ته وویل چې شاوخوا ۵۰ تنه چې ظاهرا افغانان ښکاریدل د کښتۍ څخه وتلي او تښتیدلي دي. نو موږ پریکړه کړې ده چې نور د دغه کښتۍ لټون و نه کړو.»

هر کال په زرونو کډوال او په وروستیو څو میاشتو کې چې زیاتره ئې افغانان دي د خطر څخه ډک دغه سفر ته زړه ښه کوي او د اندونیزیا له لارې آسترالیا ته د رسیدو په هڅه کې وي تر څو هلته پناهندگي ورکړي.

غیر قانوني کډوال د اندونیزیا له لارې په کښتیو کې آسترالیا ته ځانونه رسوي.
غیر قانوني کډوال د اندونیزیا له لارې په کښتیو کې آسترالیا ته ځانونه رسوي.انځور: picture-alliance/dpa

د آسترالیا د کډوالو د چارو وزیر کریس بوون وایي چې آسترالیا ته په کښتو کې راتلونکي پناه غوښتونکي د لوې گواښ سره مخ دي. د هغې په وینا دې اړتیا لیدل کیږي چې په دې برخه کې په گډه کار وشي تر څو د نورو ناورینونو د رامنځ ته کیدو مخه ونیول شي.

تیره اوونۍ هم د نفتو یوې کښتۍ چې له آسترالیا څخه د سنگاپور پر لور راروانه وه ۱۲۰ تنه غیر قانوني کډوال د غرق کیدو څخه ژغورلي ول چې د اټکل له مخې دغه کسان افغانان او ایرانیان ول.

د تیر کال د دسمبر په میاشت کې هم یوه کښتۍ چې پکښې ۲۵۰ تنه افغانان او ایرانیان سپاره ول د اندونیزیا په اوبو کې غرقه شوې وه. د دغو کسانو څخه یوازې ۴۷ تنه ژغورل شوي ول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی