1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیت شورا ایران او امریکا ډیالوګ ته رابللي

۱۳۹۸ تیر ۴, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا متحده ایالاتو او ایران تر منځ شخړې په ترڅ کې پر دواړو اړخونو د یوه «ډیالوګ» له پاره غږ کړی دی. په عین وخت کې دغي شورا ویلي دي چې د خلیج په سیمه کې باید ترینګلتیا کمه شي.

https://p.dw.com/p/3L2Ob
USA | UN- Sicherheitsrat |  Kuweits Botschafter Mansour Al-Otaibi
انځور: picture-alliance/dpa/AA/A. Ozdil

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر بیړنۍ غونډې وروسته د کویت سفیر منصور الاوطیبي وویل چې داسې اقدامات بايد وشي چې ترینګلتیا او کشمکشونه راکم کړي. د دغه شورا ۱۵ غړو په يوه اعلاميه کې په خلیج کې د تیلو پر لیږدونکو ټانکرو باندې برید غندلی دی او دغه څه یې د نړۍ د انرژۍ د تأمین، سولې او امنیت له پاره د ګواښ په توګه یاد کړي دي.

لکه څرنګه چې د دیپلوماتي کړیو په حواله ویل شوي دي، په دغه غونډه کې امريکا په خپله دې هڅه کې پاتې راغلی چې د تیلو لیږدونکو بیړیو د برید له پاره «دولتي عامل» مسئول وګڼي. زیاته شوې ده چې روسیې دغه ډول فورمول بندي رد کړه.

کله چې تیره اوونۍ د ایران له لوري د متحده ایالاتو یوه بې پیلوټه اکتشافي الوتکه راوغورځول شوه نو دغه بیړنۍ غونډه راوبلل شوه. د یوه رپوټ له مخې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د غبرګون په توګه د ایران پر وړاندې د برید امر کړی وو خو خپل دغه امر یې بیرته اخیستی وو. د دوشنبې په ورځ ترمپ د ایران پر وړاندې نوې بندیزونه ولګول چې د دغه هیواد روحاني مشر آیت الله خامنه يي ته متوجه دي.

له دې کبله ایران یو ځل بیا له متحده ایالاتو سره خبرې اترې رد کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي ویلي دي چې سړی له «داسې چا سره ډیالوګ نه شي پیلولی چې تا ګواښي، تا ویروي.» د هغه په خبره اوس له متحده ایالاتو سره د ډیالوګ له پاره شرایط مناسب نه دي. هغه غوښتنه وکړه چې «د ایران د ولس پر وړاندې اقتصادي جګړه او ترهګري» باید پای ومومي. هغه په عین وخت کې غوښتنه وکړه چې متحده ایالات باید خطرناک وضعیت سوکه کړي او خپلې بیړۍ بیرته پر شا کړي.

د تهران پر ضد نړیوال اتحاد؟

متحده ایالاتو له ایران سره ترینګلتیا ته په کتو سره په خلیج سیمه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړ. په وروستیو کې متحده ایالاتو اعلان وکړ چې غواړي د ایران پر ضد یو نړیوال اتحاد رامنځ ته کړي او د نویو بندیزونو له لارې د دغه هیواد مشرتابه دې ته اړ کړي چې د خبرو اترو میز ته کښېني. په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر د خپل هیواد پر وړاندې د متحده ایالاتو نوي بندیزونه غندلي دي.

د امنیت شورا په غونډه کې متحده ایالاتو په می او جون میاشت کې پر ټانکرونو د شوو بریدونو په هکله معلومات وړاندې کړل. د متحده ایالاتو مرستیال سفیر جوناتن کوهن، وویل چې دغه معلومات ښيي چې د بریدونو مسئول ایران دی. د هغه په خبره له امريکا سره داسې معلومات شته چې ښيې د ایران ساحلي ګارد کښتۍ د جون میاشتې په نیمايي کې د ماینونو تر چاودنې دمخه ټانکرونو ته نزدې شوې وې. کوهن زیاته کړې کله چې یو ماین ونه چاودید یوه کښتۍ په ډیر سرعت سره د ټانکر هغه ځای ته نزدې شوه چیرې چې دغه انفجاري مواد وو: «دا د پام وړ ده چې دغه کښتۍ په دې پوهیده چې چیرې ماین ولټوي.» کوهن زیاته کړه چې یو څوک نامعلومه چاودیدونکو موادو ته دومره نه نزدي کیږي.

تیره اوونۍ د ایران له لوري د ویشتل شوې امریکایي بې پيلوټه الوتکې په هکله کوهن وویل چې دغه الوتکه هیڅکله د ایران هوایي حریم ته ورننوتې نه وه. د هغه په خبره په دې تړاو د تهران معلومات «غلط» دي.

خو د دې برعکس په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي روانچي پر دې ټینګار کړی دی چې امریکایي بې پیلوټه الوتکه د دوی خاورې ته ننوتې وه.

kle/qu sr/nz (afp, dpa, rtre, ape)