1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي وزیرستان کې ۵۰ تنه وژل شوي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۲۵, چهارشنبه

د پاکستان په شمال لویدیځه قبایلي سیمه کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ۱۵ شکمنو وسله والو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. همداشان د پاکستان پوځ په هوایي بریدونو کې د ۳۵ طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Ce3E
انځور: A Majeed/AFP/Getty Images

د شمالي وزیرستان په مرکزي سیمه میران شاه کې یوه پوځي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د «دته خیل» په «زوی سیدوگي» سیمه کې له یوې بې پیلوټه الوتکې څخه دوه توغندي توغول شوي دي. د دغه چارواکي په وینا د بې پیلوټه الوتکې دغه برید ۱۳ شکمن وسله وال وژلي دي. د پاکستاني چارواکو د وینا له مخې په میران شاه او میر علي کې د پوځي عملیاتو له کبله طالبانو نورو سیمو ته مخه کړې ده.

یوه بل چارواکي هم د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې په دغه برید کې ۲۰ تنه شکمن یاغیان وژل شوي دي چې په کې ۱۲ تنه بهرني یاغیان هم شامل دي. ویل کیږي چې دغه کسان ازبکان دي.

د پاکستاني پوځ عملیات ادامه لري

د پاکستان پوځ هم له څه مودې راهیسې په دغه سیمه کې پوځي تعرضي عملیات پیل کړي دي. د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې ۱۶مه) پاکستاني پوځي چارواکو ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د یوه بل مهم ښارگوټي میرعلي د نیولو له پاره هڅې گړندۍ شوې دي. د پاکستاني چارواکو په وینا د هوايي بمبارۍ په ترڅ کې ۳۵ شکمن افراطیان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د افغانستان پولې ته څیرمه د شوال په سیمه کې طالبانو د پوځ د محاصرې د ماتولو هڅه وکړه.

تیر ماښام د پاکستان پوځ له لوري په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي وو چې په میرعلي کې د ځمکني عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ طالبان او د پاکستان د پوځ پنځه تنه پوځیان وژل شوي دي. تر دې دمخه د پاکستان پوځ ویلي وو چې تعرضي عملیات تر میر علي پورې پراخه کړای شوي دي.

د پاکستاني چارواکو د وینا له مخې کابو له یوې میاشتې راهیسې په روانو پوځي عملیاتو کې شاوخوا ۵۰۰ وسلوال یاغیان وژل شوي دي. په دې ترڅ کې د وژل شویو پوځي سرتیرو شمیر هم ۲۸ تنو ته لوړ شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب