1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکا یو چینایي د جاسوسۍ په تور نیولی

۱۳۹۷ مهر ۴, چهارشنبه

امریکا یو چینایي په دې تور نیولی دی چې د خپل هیواد له استخباراتي سازمان سره یې مرسته کوله چې امریکایي ساینسپوهان او انجینران جذب کړي. هغه اته کسان څارلي چې اوو یې له امنیتي قراردادیانو سره اړیکه لرله.

https://p.dw.com/p/35VWR
USA China Symbolbild Wirtschaftskrieg
انځور: picture-alliance/dpa/A. Wong

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې چارواکو یو داسې چینايي تبعه نیولی چې ویل کیږي پر امریکایي انجینرانو او ساینسپوهانو یې جاسوسې کوله. د عدلیې وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې جي چاوکوان، په دې تورن دی چې په قصدي توکه یې د یوه بهرني هیواد د اجنت په توکه په امریکا کې پرته له دې چې څارنوالي په جریان کې کړي، کار کاوه.

۲۷ کلن جي، د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۳م کال کې امریکا متحده ایالاتو ته راغی چې د «الینوس د تکنالوژي په انستیتوت» کې د برق د انجینرۍ په برخه کې زده کړې وکړي. هغه په ۲۰۱۶م کال کې په امریکایي احتیاطي ځواکونو کې ځان ثبت کړ.

د امریکا متحده ایالاتو د کورني استخباراتي سازمان یا FBI له خوا لیدل شوي لنډ تلیفوني پیغامونه ښيي چې جي په ۲۰۱۳م کال کې د چین د جیانګسو ولایت له یوه استخباراتي کارکوونکي سره وپیژندل. د کورني استخباراتو ادارې معلومات ښيي چې جې بیا وروسته له دغه استخباراتي کار کوونکي سره په چین کې ولیدل. زیاته شوې ده چې استخباراتي کارکوونکي په لومړي سر کې جي ته ویلي ول چې هغه د پوهنتون استاد دی.

د وخت په تیریدو سره جي د دغه کس په اصلي هویت خبر شو. ویل کیږي چې جي د لوړپوړو چینایي استباراتي چارواکو په لارښوونه د اتو تنو امریکانو په اړه معلومات راټولول. د دې احتمال موجود دی چې چین غوښتل دغه اته کسان جذب کړي.

چارواکو ویلي چې څارل شوي ټول کسان د چین او تایوان پخواني اتباع ول چې اوس یې د امریکا متحده ایالاتو تابیعت لره. د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په حواله د اتو څارل شویو کسانو له ډلې څخه، اوو تنو یې یا خو همدا اوس د دفاع وزارت له امنیتي قراردادیانو سره کار کاوه او یا یې هم له هغوی سره د کار سابقه لرله.

د دولتي اړیکو په اړه دروغ

د جي پر ضد په درج شوي شکایت کې راغلي دي چې هغه د امریکا متحده ایالاتو په احتیاطي ځواکونو کې د نوم لیکنې پر مهال له بهرنیو حکومتونو سره د خپلې اړیکې په اړه دروغ ویلي وو. په دې ځواکونو کې د شاملیدو له پاره په مرکه کې هم هغه نه وه روښانه کړې چې په تیرو اوو کلونو کې یې له بهرنیو حکومتونو سره اړیکه لرله.

جي د سې شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره په شیکاګو کې محکمې ته حاضر کړل شو. هغه د خپل وکیل له لارې غوښتنه وکړه چې د چین قنسلګري دې د ده له توقیفه خبره کړل شي. پر جي باندې لګیدلي تورونه تر لسو کلونو پورې د زندان سزا لرلی شي.

ms/nz (AP, Reuters)