1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر پاکستان ۳۰۰ میلیونه ډالري مرستې بندې کړې

۱۳۹۷ شهریور ۱۱, یکشنبه

پنټاګون پاکستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالري مرستو د بندولو دليل له تندلارو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د دې هیواد د قاطعیت نشتوالی ښودلی دی. امریکا په تیرو ۱۵ کلونو کې له پاکستان سره له ۳۳ میلیارده ډالرو ډیرې مرستې کړي دي.

https://p.dw.com/p/34AcR
USA Trump signiert Durchführungsbeschluss zum Einreiseverbot
انځور: Reuters/C. Barria

د امریکا د دفاع وزارت ویاند کون فاکنر، د شنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې۱) په واشنګټن کې وویل چې امریکا هغه ۳۰۰ میلیونه ډالري مرسته چې پاکستان ته د «ائتلافي هیوادونو د ملاتړ بودیجې» د یوې برخې په توګه ورکول کیدله، بنده کړی ده او دغه پیسې به د نورو موخو له پاره ولګول شي.

دغه پیسې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چوکاټ کې پاکستان ته ورکول کیدلې. امریکا په وار وار سره له پاکستان څخه غوښتي دي چې د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې دې جدي ګامونه پورته کړي.

د امریکایي چارواکو په حواله طالب جنګیالي او د حقاني شبکه له پاکستان څخه د پرشاتګ د سیمې په توګه استفاده کوي او د امریکا له نظره پاکستان په سیمه کې بی ثباته کوونکی رول لري.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د ۲۰۱۸ م کال په جنورۍ کې دغه هیواد ته د نظامي مرستو د بندولو ګواښ کړی وو. هغه ویلي وو چې که پاکستان خپل د «دوه مخيتوب سیاست» څخه لاس په سر نه شي نو له دغه هیواد سره به خپلې پوځې مرستې بندې کړي. ترمپ ویلي وو چې امریکا په تیرو ۱۵ کلونو کې له پاکستان سره له ۳۳ میلیارده ډالرو ډیرې مرستې کړي دي، خو پاکستان یې په بدل کې یوازې دروغ او تیرایستنه کړې.

د ترمپ په خبره پاکستان په دغه هیواد کې د تروریستي او جهادي ډلو پر وړاندې هیڅ ډول جدي اقدام نه دی کړی. هغه پر پاکستان تور ولګاوه چې د ترهګرو له پاره په یو امن پټنځای بدل شوی دی او په افغانستان کې د امنیت او ثبات مخ ته اصلي خنډ جوړ شوی دی.

د ترمپ دغه څرګندونې په هغه وخت کې د پاکستاني ولس غوسه راپارولې وه. پاکستاني اعتراض کوونکو د امریکا پر ضد شعارونه ورکړل او د دغه هیواد بیرغ ته یې اور واچاوه. دوی له خپل هیواد څخه وغوښتل چې له واشنګټن سره دې په خپلو اړیکو له سره غور وکړي. د پاکستان حکومت هم د ترمپ دغه ادعاوې رد کړې وې.

پاکستان ته د پمپئو د سفر په درشل کې

د پنټاګون له خوا له پاکستان سره د مرستو بندیدل، دغه هیواد ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو او د امریکایې پوځ د عمومي مشر جنرال جوزف دانفورد د سفر په درشل ترسره کیږي. د امریکا د دفاع وزیر جیمز میتیس ویلي دي چې په دې سفر کې به د خبرو اترو اصلي محور د وسله والو ډلو پر سر وڅرخي.

رویټرز خبري آژانس د یوه پاکستاني چارواکي په حواله رپوټ ورکړی دی چې پاکستان د امریکا د دغو نظامي مرستو له بندیدو څخه بی خبره دی. رویټرز زیاته کړې ده چې پاکستان ته د امریکا د مالي مرستو بندیدل دایمي نه دي او پاکستان د شرایطو په پوره کولو سره کولی شي په راتلونکي کال کې دغه پيسې بیرته ترلاسه کړي.