1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر طالبانو او د هغوی پر ایراني ملاتړو بندیزونه لگولي

۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو د طالبانو اته کسان چې دوه تنه یې پکښې د ایران د انقلابي ګارد د «قدس» له ډلې سره اړیکه لري، خپل د بندیزونو په ليست کې شامل کړي دي. په دې کسانو کې دوه پاکستانیان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/375D9
Afghanistan Taliban Kämpfer Archivbild
انځور: STR/AFP/Getty images

د امریکا متحده ایالاتو په خپل یوه تازه اقدام سره اته کسان د نړیوالو ترهګرو په لیست کې شامل کړي دي. د دې کسانو په ډله کې څلور افغانان، دوه پاکستانیان او دوه ایرانيان دي. امریکا په خپل دغه اقدام سره اوس کولی شي چې د دوی جایدادونه او یا هغه جایدادونه چې پکښې ونډه لري، کنګل کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په دغه اقدام سره د طالبانو هغه غړي چې په ځانمرګو بریدونو او همدا راز په افغانستان کې په خونړیو پیښو کې ښکیل دي، په نخښه کړي دي. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د بندیزونو په دې ليست کې دوه تنه ایرانیان چې د ترهګرو د مالي او د تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې مرسته کوله، شامل دي.

د امريکا د مالي وزیر ستیفن منوچین په دې هکله وویل: «طالبانو ته د ایران له لوري پوځي روزنې، مالي امکانات او د وسلو ورکړه د تهران له لوري په سیمه کې د مداخلې او د ترهګرو د ملاتړ یوه بله بېلګه ده.» منوچین همدا راز وویل چې امریکا متحده ایالات او زموږ متحدین به د ایران رژیم نور ونه زغمي چې په افغانستان کې لاس وهنه وکړي او د بې ثباتۍ خپل چلن ته همدا راز ادامه ورکړي.

Argentinien Treffen G20-Finanzminister und IWF
د امریکا د مالیې وزیر ستیفن منوچین د ترهګرو د مالي سرچینو د لمنځه وړلو له پاره هلې ځلې ډیرې کړيانځور: Getty Images/AFP

سربیره پر دې د روانې اونۍ په ترڅ کې د امریکا د مالیي وزیر منوچین منځني ختیځ ته سفر وکړ څو پر ایران باندې احتمالي بندیزونه او د ترهګرو د مالي ملاتړ د مخنیوي له پاره لارې چارې پیدا کړي. پر طالبانو باندې دغه بندیزونه د ترهګرو د مالي هدف نیولو د مرکز (TFTC) له لوري چې اووه هیوادونه یې غړي دي، هم وضع شوي دي. دغه مرکز د امریکا او د خلیج هیوادونو ترمنځ جوړ شوی او هدف یې په نړۍ کې د ترهګرو د مالي تمویل ختمول دي.

د امریکا د ماليې وزیر همدا راز وویل چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت به تر هغه پوري د طالبانو د مالي ملاتړو هدف نیولو ته ادامه ورکړي ترڅو چې د سولې په هکله یو توافق نه وي رامنځ ته شوی. په عین حال کې د «اس. پي. اې» په نامه د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس ویلي دي چې سعودي عربستان او بحرین هم د سه شنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۳ نیټه» د ایران د انقلابي ځواکونو قول اردو او د ایران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني د هغو کسانو او سازمانونو په ليست کې شامل کړي چې د ترهګرو مالي ملاتړ کوي.

Iran Soleimani Ghods Einheiten Pasdaran
انځور: Leader.ir

د امریکا د مالیې وزارت له خوا پر طالبانو باندي په وضع شوو بندیزونو کې د ایران د قدس ځواکونو دوه کسان محمد ابراهیم اوحدي او اسمعیل رضوي هم ښول شوي دي. د اتو  کسانو له ډلې څخه نور یې عبدالله صمد فاروقي، محمد داود مزمل، عبدالرحیم منان، حافظ مجید، صدر ابراهیم او عبدالعزیز په نامه کسان یاد شوي دي.