1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر بندیز سربیره ۹۱۱ مهاجر ماشومان له والدینو بیل کړي

۱۳۹۸ مرداد ۹, چهارشنبه

د یوې محکمې د اسنادو په حواله د امریکا او مکسیکو پر پوله اوس هم په سونو ماشومان د هغوی له کورنیو څخه بیلیږي. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال یوه امریکایي قاضي د دې کار د شدید محدوديت حکم کړی وو.

https://p.dw.com/p/3N5WP
Bildergalerie Weltkindertag Kind an der Mauer zur USA in Ciudad Juarez, Mexico
انځور: Reuters/J. Luis Gonzalez

د امریکا د مدني آزادیو د اتحادیې وکیلانو، د سه شنبې په ورځ یوه قاضي ته ویلي دي چې د یوې محکمې له خوا د تیر کال پر لګیدلي بندیز سربیره هم د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، ادارې په سونو ماشومان د مکسیکو پر پوله له خپلو والدینو څخه بیل کړي دي.

دې اتحادیې د امریکا د عدلیې وزارت د ارقامو په حواله ویلي دي چې د هغو زرګونو ماشومانو له ډلې څخه چې د مکسیکو پر پوله نیول شوي دي، ۹۱۱ تنه یې له خپلو کورنیو څخه بیل شوي دي. اتحادیې په دې اړه یو ۲۱۸ مخیز رپوټ وړاندې کړی دی.

په دې شمیره کې ۶۷۸ هغه ماشومان هم شامل دي چې والدین یې له جرمي تورونو سره مخامخ دي. په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې د بیل شویو ماشومانو په ډله کې یو پر پنځمه برخه یې تر پنځه کلنۍ کښته دي.

د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې یو امریکایي قاضي امر وکړ چې حکومت دې له کورنیو څخه د ماشومانو د بیلولو بهیر ودروي او یوازې تر ځانګړو شرایطو لاندې دې دا کار وکړي. د حکم له مخې د بیلګې په توګه د ماشوم امنیت ته ګواښ متوجه وي نو بیا حکومت کولی شي چې هغه له کورنۍ بیل کړي. دې قاضي همداراز د ترمپ ادارې ته ویلي ول چې هغه ۲۷۰۰ مهاجر ماشومان چې په بند کې یې دي، بیرته د هغوی له کورنیو سره یوځای کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترمپ ادارې ویلي دي چې اوس له کورنیو څخه ماشومان په ډیرو نادرو مواردو کې بیلیږي او چارواکي یوازې هغه وخت دا کار کوي چې د ماشوم والدین هغه ته یو ګواښ رامنځ ته کوي.

زیاته شوې ده چې دغه ګواښ کیدای شي د والدینو د جرمي سابقې، ساري ناروغۍ، زورونې او یا هم نه پام لرني په صورت کې رامنځ ته کیدای شي.

خو د امریکا د مدني آزادیو اتحادیه بیا وایي چې د مکسیکو پر پوله امریکایي چارواکي ماشومان د هغوی له والدینو څخه د ډیرو وړوکو خلاف کاریو په دلیل بیلوي.

د بیلګې په توګه یوه پناه غوښتونکي یوازې د پنځو ډالرو د غلا کولو له کبله خپل ماشوم له لاسه ورکړی دی. پر دې سربیره هغه ته د شپږو ورځو زندان سزا هم ورکړل شوې وه. یوه بل مهاجر بیا ځکه خپله لور له لاسه ورکړې وه چې یوه سرحدي ساتونکي ادعا کړې وه چې هغه د ماشوم د «دایپر» په بدلولو کې پاته راغلی وو. له شپږو نورو مهاجرو څخه ځکه ماشومان بیل شوي دي چې هغوی د چرسو د لرلو له کبله محکوم شوي ول.

دې ټولنې پر قاضي باندې غږ کړی دی چې له حکومت څخه په دې اړه وضاحت وغواړي چې کله یو مهاجر ماشوم له خپلو والدینو څخه بیلیدای شي.

(ms/nz (AP, dpa