1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر ایران نوي بندیزونه وضع کړل

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ایران پر ساختماني سکتور نوي بندیزونو وضع کړي او له ترهګرۍ سره یې د هغې د تړاو ادعا کړې. خو متحده ایالاتو پر ځینو نورو برخو بندیزونه ځنډولي دي.

https://p.dw.com/p/3SLBk
USA üben scharfe Kritik an EU-Plan zur Umgehung von Iran-Sanktionen | Mike Pompeo
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران د ساختماني چارو او سوداګرۍ په برخه کې پر څلورو موادو بندیز لګول شوی چې د وسلو په تولید کې استعمالیږي. په عین وخت کې متحده ایالاتو ځینې نور مجازات ځنډولي دي څو بهرنیو شرکتونو ته اجازه ورکړل شي چې په سیمه کې خپل هغه کار تنظیم کړي چې د اتومي وسلو د پراختیا سره سروکار نه لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر له نظره د منځني ختیځ د دغه هیواد ساختماني سکتور د ایران د سپاه انقلاب تر ډیر نفوذ لاندې دی. متحده ایالاتو د ایران سپاه انقلاب د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړی دی.

پر دې سربیره مایک پمپیو د څلورو «ستراتیژیکو موادو» چې د اتومي وسلو، پوځي او یا هم د بالستیک توغندیو په پروګرام کې کارول کیږي، پر سوداګرۍ بندیز وضع کړی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چراو وزارت ویاندي مورګان اورتاګوس، له لوري په یوه بیانیه کې راغلي دي چې له دې پریکړې سره به متحده ایالات اضافي صلاحیتونه ولري چې ایران د سپاه انقلابي ستراتیژیکو موادو ته د لاس رسي، د هغوی ساختماني سکتور او د اتومي وسلو د پراختیا له پروګرام څخه راوګرځوي.

مایک پمپیو، په دوامداره توګه د ایران پر وړاندې د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د حد اکثر فشار کمپاین څخه ملاتړ کړی دی او وروستي اقدامات یوه روښانه هڅه ده چې د ایران د اتومي وړتیاوو مخه ونیول شي.

د مورګان اورتاګاس په خبره دغه نوي اقدامات به پر نورو سربیره د ایران پر ملکي اتومي پروګرام باندې د نظارت او د اتومي وسلو د پراختیا د خطر په راکمولو کې مرسته وکړي.