1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پاکستان ته ۹۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرستې کنګل کړې

۱۳۹۶ دی ۱۵, جمعه

امریکا متحدو ایالاتو ويلي دي چې اسلام آباد ته یې ۹۰۰ میلیونه ډالر امنیتي مرستي تر هغه وخته پورې ځنډولي دي، ترڅو اسلام آباد د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد اقدامات نه وي کړي.

https://p.dw.com/p/2qNqV
Flagge Pakistan und USA
انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دې پریکړي په اعلان سره د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې پرضد د پاکستان د نه اقداماتو په برخه کې د ترمپ د ادارې نارضايتي روښانه کړه. طالبان او د حقاني شبکه چې ویل کیږي مشران یې په پاکستان دي، په افغانستان کې پر افغان او امریکايي ځواکونو باندي خونړي بریدونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دقیقه توګه روښانه کړې نه ده چې له پاکستان سره د ځنډول شویو مرستو اندازه به څومره وي، ځکه په خبره یې اوس هم په دې برخه کې محاسبې روانې دي.

امریکایي چارواکي وايي چې په دې پريکړي سره دوې اصلي برخي اغیزمني شوي دي: د بهرني پوځ تمویل او د ایتلاف د ملاتړ صندق.

«د ایتلاف د ملاتړ صندق» په برخه کې چې مسئولیت یې د دفاع وزارت لري، امریکا متحدو ایالات پاکستان ته د ترهګرۍ ضد عملیاتو مصارف ورکوي. د پنتاګون ویاند پیتریک ایوانس، ویلي دي چې دغه پیسې اوس د نوي پریکړي پر اساس کنګل شوې دي.

دغه امریکايي چارواکي روښانه کړې ده چې کانګرس د ۲۰۱۷ مالي کال له پاره پاکستان ته ۹۰۰ میلیونه ډالر مرستې د «ایتلاف د ملاتړ صندوق» په چوکاټ کې تصویب کړې وي. که څه ۲۰۱۷ مالي کال د سپتمبر مياشتي پر۳۰مه نیټه پای ته ورسید خو تر اوسه لا د دغو۹۰۰ میلیونه ډالرو مرستو کومه برخه هم پاکستان ته نه ده ورکړل شوې.

په دې پریکړه کې همداراز ۲۵۵ میلیونه ډالره نوري پیسې هم شاملې دي چې د ۲۰۱۶ مالي کال له پاره تصویب شوې وې. دا پیسې باید په پاکستان کې «د بهرني پوځ تمویل» په چوکاټ کې ورکړل شوې وای چې مسئولیت یې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لري.

امریکایي چارواکو ټینګار کړی دی چې په وروستۍ پریکړه کې اسلام آباد ته د واشنګټن ملکي مرستي شاملې نه دي. دا خبره هم روښانه شوې ده چې که پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد په اقداماتو لاس پورې کړې، نو کنګل شوې پیسې به هم ورته ورکړل شي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل: «موږ هیله لرو چې هغوی [پاکستاني چارواکي] به دا اقدام د دې ادارې [دونالد ترمپ ادارې] د ډیرې ناخوښې نښانې په توګه وویني چې زموږ د اړیکو د څرنګوالي په اړه موجوده ده. هغوی [پاکستانیان] باید د هغو اقداماتو په کولو کې جدي ووسي چې موږ یې غوښتنه کړې، ترڅو زموږ اړیکې قوي وي.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «موږ هیله لرو چې دا اقدام به پاکستان ته انګیزه ورکړي، او دغه هیواد به زموږ اقدام ته د یوې سزا په سترګه و نه ګوري.»

د ترمپ ادارې د چهارشنبې په ورځ ګانګرس ته د پاکستان په اړه خپلې پریکړې  معلومات ورکړل.

امریکا متحد ایالات او افغانستان پر پاکستان باندي تور لګوي چې د حقاني شبکې او طالبانو ملاتړ کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په صادقانه توګه عمل نه کوي، خو پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي او وایي چې په دې برخه کې د اسلام آباد هڅې له پامه غورځول کیږي.

پر پاکستان باندې د امریکا متحدو ایالاتو نیوکې تازه خبره نه ده. پخواني ولسمشر بارک اوباما او ځينو سناتوارانو هم دا کار کړی دی. خو ولسمشر ترمپ او ادارې یې بیا په دې برخه کې تر پخوا سختې خبري کړي دي او داسې ښکاري چې پر اسلام آباد باندې د فشار راوړلو له پاره ښايي خپل امکانات و آزمويي.

د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر سناتور باب کروکر، ویلي: «پاکستان له تر ټولو دوه مخو هیوادونو څخه دی چې ما ورسره سروکار لری دی.»

کارپوهان بیا په دې نظر دي چې پر اسلام آباد باندې په ډیر فشار راوړلو سره دغه هیواد کیدای شي چې په ورته اقداماتو لاس پورې کړي. له جورج تون پوهنتون څخه د سویلي اسیا کارپوهه کریستین فییر، په دې باور ده چې پاکستان کیدای شي د ناټو او افغان امنیي ځواکونو د اکمالاتي کتارونو مخه ونیسي.

Reuters,dpa(M.J/N.Z)

زموږ له ارشیف څخه