1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي په پولنډ کې پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي

۱۳۹۸ فروردین ۴, یکشنبه

د ۲۰۱۴م کال راهیسې هغه مهال چې روسیې د کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره یوځای کړه، ناټو د اروپا په شرقي برخو کې خپل پوځي ظرفیتونه په پراخه کچه لوړ کړي دي. اوس ټاکل شوې چې په پولنډ کې امریکا خپل پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي.

https://p.dw.com/p/3FaHt
Verlegung US-Panzerbrigade nach Polen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Bielecki/PAP

د یوې مودې راهیسې پولنډ له روسیې څخه د ګواښ احساس کوي. له همدې کبله د پولنډ ښي اړخی محافظه کاره حکومت له اوږدې مودې راهیسې په خپل هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو د یوې دایمې پوځي اډې غوښتنه کوي. د ولسمشر دونالد ټرمپ سیاسي مشرتابه د پولنډ دغه غوښتنه رد کړې ده. خو اوس ناټو غواړي چې په دې هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي تجهیزاتو ته یوه قرارګاه جوړه کړي.

په بروکسل کې کې د ناټو پوځي تړون یوه ویاند په دې هکله د «والستریت ژورنال» امریکايي ورځپاڼې یو خپور شوی رپوټ تائید کړی دی.

Karte Ukraine Russland Sewastopol ENG

وسلې، پوځي تجهیزات او د ټانکونو ځای پر ځای کول

د والستریت ژورنال امریکايي ورځپاڼې د رپوټ په حواله، ټاکل شوې چې د پولنډ پلازمینې وارسا ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت د پوویدز په سیمه کې به یاده پوځي قرارګاه ورغول شي. د رپوټ په حواله ټاکل شوې چې له دغې پوځي قرارګاه څخه به د امریکا د پوځ له پاره د وسلو، پوځي تجهیزاتو او د زرهي نقلیه وسایطو د ډیپو په توګه کار واخیستل شي.

«والستریت ژورنال» په خپل رپوټ کې زیاته کړې چې له دې کار څخه موخه دا ده چې [د روسیې] له لوري د یوه برید په صورت کې د ناټو پوځي تړون له سرتیرو په چټکی ملاتړ وشي او په سیمه کې یوه پوځي هوايي اډه کولی شي چې د اړتیا په وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځیانو له پاره د یوه هوايي ډګر د مرکز په توګه وکارول شي.

د دغې پروژې مصارف ۲۳۰ میلیونه یورو (۲۶۰ میلیونه ډالر) اټکل کیږي. د ناټو عمومي سرمنشي ینس شتولتنبرګ د والستریت په نامه یادې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي چې د یادې پوځي اډې د رغولو چارې د دوو کلونو د مودې له پاره په پام کې نیول شوي دي او دا چې د رغولو چارې به یې په نیږدې راتلونکې کې پیل شي.

اوسمهال امریکا متحده ایالاتو په پولنډ کې خپل شاوخوا ۵۰۰۰ سرتیري د ناټو په چوکاټ کې په یوه دوراني شکل ځای پر ځای کړي دي.

Polen gemeinsame Übung von US- und polnischen Soldaten
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Zatycki

د اوکریان د کړکیچ له پیل راهیسې او له هغې وروسته چې روسیې د کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره یوځای کړه، د پنځو تیرو کلونو په موده کې پولنډ او د بالتیک د سیمې نور هیوادونه لکه اسټونیا، لاتویا او لتوانیا د خپلو پولو په هکله اندیښمن دي.

ناټو بیا په ۲۰۱۷م کال کې په دې سیمه کې خپل څلور څو ملتي پوځي کنډکونه ځای پر ځای کړي دي. آلمان په لتوانیا، بریتانیا په اسټونیا، کاناډا په لاتویا او امریکا متحده ایالات بیا په پولنډ کې د ناټو د دغو پوځي کنډکونو مشري په غاړه لري.

se/wa (afp, WSJ, dpa) /k.h