1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ولې افغانستان ته ژمنه شوې ۱۰۰ میلیونه ډالر نه ورکوي؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې متحده ایالات به د افغانستان د انرژۍ پروژې له پاره ۱۰۰ میلیونه ډالر بیرته خپلې خزانې ته انتقال کړي او زیاتوي چې ۶۰ میلیونه نورې پیسې یې هم د فساد له کبله ځنډولي دي.

https://p.dw.com/p/3Pt9a
Pompeo und Mnuchin, während Ankündigung neuer US-Sanktionen gegen Terrorgruppen
انځور: AFP/M. Ngan

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې متحده ایالات به د افغانستان د انرژۍ پروژې له پاره ۱۰۰ میلیونه ډالر بیرته خپلې خزانې ته انتقال کړي او زیاتوي چې ۶۰ میلیونه نورې پیسې یې هم د فساد له کبله ځنډولي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې ۱۹مه نیټه) وویل چې هیواد به یې د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د پروژو له پاره ژمنه شوې ۱۰۰ میلیونه ډالر بیرته خپلې خزانې ته انتقال کړي.

پمپیو همدا راز ویلي دي چې په افغانستان کې د شفافیت د نه شتون او فساد له کبله یې۶۰ میلیونه ډالر نورې ژمنه شوې پیسې هم د تعلیق حالت ته راوستلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د مایک پمپیو په حواله راغلي دي چې متحده ایالات به په افغانستان کې د [بریښنا] زیربنايي پروژې بشپړي کړي خو زیاتوي چې هیواد به یې دغه چارې د یوه بل میکانیزم له لارې پرمخ یوسي.

په اعلامیه کې د دغو مرستو د نه ورکړې دلیل د افغانستان له لوري د امریکا متحده ایالاتو د حکومتي سرچینو په برخه کې د شفافیت نه شتون په ګوته شوی دی.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي: «د افغانستان د حکومت د مشخص فساد او د مالي سرچینو د خراب مدیریت له کبله، د امریکا حکومت شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر پیسې بیرته خپلې خزانې ته انتقالوي.»

د اعلامیې په حواله دغه پیسې په افغانستان کې د بریښنا د یوې سترې پروژې د زیربنايي پروژو له پاره په پام کې نیول شوې وې.