1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکا له پاکستانه د افغان سولي په اړه جدي اقدامات غوښتي

۱۳۹۷ تیر ۱۵, جمعه

امریکا متحدو ایالاتو له پاکستانه غوښتي دي چې له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو په هکله «دوامداره او برخلیک ټاکونکي» اقدامات وکړي.

https://p.dw.com/p/30v6e
Alice Wells
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Adayleh

د جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحدو ایالاتو لوړ پوړې استازې الیس ویلز د افغانستان او پاکستان تر سفر وروسته بیرته امریکا ته ستنه شوې ده. ویلز د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره هم ملاقات کړي دي. ویلز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو له پاره د پاکستان د اقداماتو هرکلی کړی خو وايي چې د افغانستان د سولې د خبرو د لړۍ له پاره پاکستان اړ دی چې سیاسي ګامونه هم پورته کړي.

نوموړې په واشنګټن کې له خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې پاکستان وهڅوو چې له خپلې خاورې د طالبانو مشران وشړي او د کابل له حکومت سره د خبرو د پیل له پاره پر هغوی فشارونه لا ډیر کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو پر وړاندې په خپله خاوره کې د اقداماتو د نه عملي کولو په ځواب کې ولسمشر ترمپ د روان کال په جنوري میاشت کې پر پاکستان باندې د امریکا متحدو ایالاتو مالي مرستې بندې کړي او له دغه هیواد څخه یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده. 

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د افغانستان د حکومت د اوربند په ځواب کې یوازې د تیر کوچني اختر د دریو ورځو له پاره اوربند نافذ کړی وو، خو بیا وروسته د حکومت د لس ورځني اوربند د تمدید په ځواب کې طالبانو د خپلو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

د حکومت د اوربند مودې تر پای ته رسیدو وروسته، ولسمشر غني د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو امر صادر کړ او په دې توګه د دواړو لورو ترمنځ جګړې یو ځل بیا زور اخیستی دی.