1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

امریکا له طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې

۱۳۹۹ تیر ۲۴, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې له طالبانو سره د دوی توافق نوي پړاو ته داخل شوی دی. متحده ایالاتو پر طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت غږ کړی څو د افغانستان د سولې مذاکرات پیل شي.

https://p.dw.com/p/3fHN3
Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

د امریکا او طالبانو ترمنځ د روان کال په فبروري میاشت کې د شوي توافق پر اساس، واشنګټن اړ دی چې له افغانستانه خپل سرتیري د راتلونکې کال تر نیمايي پورې وباسي او په بدل کې یې طالبان اړ دي چې له لسیزو راهیسې روانې جګړې د پای له پاره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د متحده ایالاتو او طالبانو د توافق د لومړي پړاو په چوکاټ کې، امریکا متحده ایالات اړ دي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمیر د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې ۸۶۰۰ تنو ته راټیټ کړي او له پنځو پوځي اډو څخه خپل سرتیري په بشپړه توګه وباسي.

د شوي تړون په ۱۳۵مه ورځ، د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلیمي خلیلزاد په یوه ټویټري پیغام کې ویلي دي چې دواړو لورو بې ساري پرمختګ کړی دی.

زلمي خلیلزاد چې د امریکا په استازیتوب یې له طالبانو سره دغه توافق نهايي کړ، ویلي: «امریکا متحده ایالاتو سخت زیار ایستلی څو په لومړي پړاو کې د خپلو سرتیرو د کمښت او له پنځو پوځي اډو [د سرتیرو د اخراج په تړاو] خپل تعهدات عملي کړي.» خلیلزاد په دې ټویټ کې خبرداری ورکړی چې په داسې حال کې چې دغه توافق نوي پړاو ته داخلیږي، د واشنګټن اقدامات به هم د ځانګړو شرایطو پر اساس وي.

خلیلزاد همدا راز ویلي: «موږ به د زندانیانو د بشپړ خلاصون، د تاوتریخوالي د کمښت... او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او پرمختګ په برخه کې فشار راوړو.» دا هم په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې تر ټولو اصلي خنډ د دواړو لوریو ترمنځ د زندانیانو آزادیدل دي.

کابل ژمن دی چې د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان به آزاد کړي او په بدل کې یې طالبانو ژمنه کړې چې د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه سرتیري به له خپلو زندانونو آزادوي. د معلوماتو له مخې، افغان حکومت تر اوسه پورې د طالبانو تر۴۰۰۰ ډیر زندانیان آزاد کړي دي. 

Afghanistan Haftentlassung von 100 Taliban
انځور: ONSC

د افغانستان د سولې هڅې په داسې حال کې یوه تازه پړاو ته داخلیږي چې طالبانو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی چې په پایله کې سلګونه کسان وژل شوي دي. خلیلزاد هم د دغه تاوتریخوالي غندنه کړې او ویلي یې دي چې «ګڼ شمیر افغانان» اوس هم پرته له دلیله وژل کیږي. خلیلزاد زیاتوي چې تر اوسه پورې په دې تاوتریخوالي کې هیڅ امریکايي نه دی وژل شوی.

خلیلزاد خپل ټویټري پیغام په یوه برخه کې لیکلي: «په ځانګړې توګه په دې وروستیو ورځو او اونیو کې تاوتریخوالي ډیر دی.» د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو له لوري په سمنګان ولایت کې د پروني برید غندنه هم کړې.

طالبانو پرون د یوه موټر بم برید او بیا وسله والې نښتې په پایله کې د استخباراتو ۱۱ تنه غړي ووژل او ورسره تر ۴۰ ډیر ملکیان یې ټپیان کړل. خلیزاد لیکلي: «د طالبانو برید...د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې تلپاتې اوربند ته تر رسیدو پورې د تاوتریخوالي د کمښت له ژمنو سره په ټکر کې دی.»