1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکا له آلمانه ترکیې ته د یوه افراطي پر اخراج نیوکې کړي

۱۳۹۷ بهمن ۱۹, جمعه

امریکا متحده ایالاتو پر آلمان باندې له دې امله سختې نیوکې کړي چې یو افراطي اسلامپاله جنګیالی چې د امريکا تر تعقيب لاندي وو، له آلمان څخه ترکیې ته اخراج شوی دی. پر دغه کس د ترهګريزو فعالیتونو تور دی.

https://p.dw.com/p/3CzNC
Adem Yilmaz Terrorist Sauerlandgruppe
انځور: picture-alliance/AP Photo/I. Fassbender

امريکا متحده ايالاتو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبروري میاشتې۷ نیټه) پر آلمان باندې له دې امله سخت انتقاد وکړ چې د امریکا تر تعقیب لاندې یو افراطي اسلامپال جنګیالی یې له آلمان څخه بیرته ترکیې ته اخراج کړی دی.

د ادیم یملیز په نامه دغه ترکی د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي محکمې له لوري په ۲۰۰۸م کال کې په افغانستان کې په یوه ترهګریز برید کې ښکیل ګڼل شوی دی. په دغه ترهګریز برید کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي ول.

یلمیز چې د ابو طلحه په نامه مشهور دی، په آلمان کې تر۱۱ کاله بند وروسته په دې وروستیو کې بیرته ترکیې ته اخراج شوی دی.

دغه کس په آلمان کې په لوړه کچه يوه ترهګریز برید د پلان په جوړولو کې نقش درلود. امریکا متحده ایالاتو بیا د یلمیز د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، څو په نیویارک کې پر نوموړي د لگېدلو تورونو له پاره مجازات شي.

د امریکا متحده ایالاتو سرپرست لوی څارنوال میتیو وایټ ټیکر وویل چې هغه د آلمان د هغې پریکړې له کبله چې یلمیز امریکا متحده ایالاتو ته د سپارلو پر ځای ترکیې ته اخراج شي، په «ژوره توګه ناهیلی شوی».

وایټ ټیکر د یوې تندې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «د آلمان حکومت په الوتکه کې د یلمیز په سپرولو سره په قصدي توګه له نوموړي سره مرسته وکړه، څو له عدالته وتښتي.» نوموړي زیاته کړې ده چې د آلمان حکومت امریکا متحده ایالاتو ته د هغه د نه سپارلو په برخه کې هیڅ راز مسئولیت نه مني او په خبره یې په دې توګه آلمان د تعهداتو تړون پايماله کړی او د قانون پلي کیدل یې تر پوښتني لاندي راوستلي دي.

بل لوري ته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ته په واشنګټن کې د یوې لیدنې پرمهال په مستقیمه توګه شکایت کړی دی. سربیره پر دې سولیوان په امریکا متحده ایالاتو کې د آلمان سفیري ته هم شکایت کړی دی.

USA Heiko Maas bei den Vereinten Nationen
انځور: picture-alliance/dpa/Kay Nietfeld

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند روبرت پالادینو خبریالانو ته وویل: «یلمیز یو تورن ترهګر دی. نوموړی د امریکا متحده ایالاتو له لوري د درنو جرمونو په تور ګرم دی.» وياند همدا راز زیاته کړه چې امریکا متحده ایالات به هیڅکله هم عدالت ته د یملیز په وړاندې کولو کې خپلې هڅې ونه سپموي او دا چې واشنګټڼ په دې برخه کې له ترکي چارواکو سره هم په اړیکه کې دی.

پر دې ټولو سربیره، د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې بیا ویلي دي چې د یلمیز د اخراج موضوع د خپلواک عدالتي سیستم پریکړه ده او دا چې دغه پریکړه د قانون په رڼا کې پلي شوې ده.

څو کلونه وړاندې د امریکا د نیویارک ښار د جنوبي ناحیې یوې څارنوالۍ د اوو جرمونو په تور د یملیز د نیول کیدو رسمي امر صادر کړ. یملیز د اسلامي جهاد د اتحادیې غړی دی او پر نوموړي باندې په ۲۰۰۶م کال کې د افغانستان او پاکستان پولې ته څیرمه پر امریکايي سرتیرو د برید تور دی.

پر یلمیز همدا راز تور دی چې نوموړي له هغه کس سره اړیکي درلودې چې د ۲۰۰۸م کال د مارچ میاشتې پر ۳ نیټه یې په افغانستان کې یو ترهګریز برید وکړ چې په پایله کې یې دوه امریکايي سرتیري ووژل شول.