1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي چي نور هیوادونه هم پر ایران فشار راوړي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۲, شنبه

له اتومي تړون څخه وتل او د ایران پر وړاندې د بندیزونو سختول د امریکا متحده ایالاتو د حکومت له پاره بسنه نه کوي. متحده ایالاتو خپله لهجه تنده کړې او پر نورو هیوادونو یې غږ کړی دی چې د ایران پر وړاندې فشارونه زیات کړي.

https://p.dw.com/p/2xZy1
USA Iran Gespräche (Symbolbild)
انځور: C. Barria/AFP/Getty Images

په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ له لوري ویل شوي دي چې د ایران چلن خطرناک او بې پروا دی.  زیاته شوې چي «د ايران سپاه پاسداران په ټول نژدې ختيځ کي د خپل نفوذ زیاتولو او د ټيکاو د خرابولو له پاره پيسې په کار اچوي، حال دا چي د ايران ولس د مخ په وړاندي کمزوره کېدونکي ولسي اقتصاد قرباني دی.» د سپينې ماڼۍ له لوري په خپرې شوې بیانیې کې راغلي دي چې د سپاه پاسداران انقلاب د اسرائیل پر اتباعو د توغندیو بریدونه کړي او په یمن کې هغو ډلو چې ایران ته نزدې دي د سعودي عربستان د پلازمینې ریاض پر لور یو توغندی توغولی. بیانیه زیاتوي: «اوس د ټولو با مسوولیته هیوادونو له پاره وخت رارسیدلی دی چې پر ایران باندې فشار واچوي، څو خپل خطرناک چلن ته بدلون ورکړي.»

د خبري آژانسونو په حواله اسرائیل د ایران سپاه قدس او د هغې قوماندان قاسم سلیماني د هغو بریدونو مسؤل ګڼي چي د اسرائیل له لوري نيول شوو د ګولان پر تپو د پنجشنبې په ماخستن تر سره شول. اسرائیلي جېټ الوتکو د دغو توغندیو بریدونو په غبرګون کې په سوریه کې د ایران اهداف تر بریدونو لاندې ونیول. د اسرائیل او ایران تر منځ کړکیچ په وروستیو اوونیو کې لا پسې زور اخیستی دی.

د اسرائیلو د معلوماتو له مخې ایران په تیرو میاشتو کې په سوریه کې خپل پوځي حضور پراخ کړی دی او ډیرې وسلې یې سوریې ته استولي دي. د اسرائیلو د خپلو معلوماتو له مخې د دې کار په غبرګون کې یې په تیره میاشت کې تل په سوریه کې پر ایراني اهدافو بریدونه کړي دي. اسرائیل په سوریه کې د هغه برید له پاره هم مسوول ګنل کیږي، چې د رپوټونو له مخې په ترڅ کې یو شمیر ایرانیان وژل شوي وو.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، د ایران د اتومي تړون په هکله د نوو خبرو اترو د تر سره کیدو اعلان کړی، نور هیوادونو د پخواني تړون د ساتلو له پاره له پاره خپلې هلې ځلې متمرکزه کړې دي. د آلمان صدراعظمې انګلا په مونستر ښار کې وویل چې د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له لوري له اتومي تړون څخه وتل «د یوې لوی اندیښنې او د خواشینۍ علت دی» او دا چي د ترمپ دغه اقدام «نړیوال نظم باور ته زیان رسوي.» د هغې په خبره دا سم کار نه دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري تصویب شوی تړون په یوه اړخیزه توګه لغوه شي.

ویل شوي دي چې ترمپ د بریتانیې له صدراعظمې تیرسا مې سره د امریکا د پریکړې چې پر ایران باندې بیرته بندیزونه نافذوي، د عواقبو په هکله خبرې کړي دي. د برېتانوي لومړۍ وزيري یوې ویاندې ویلي دي چې په دغو تلیفوني خبرو اترو کې مې د هغو شرکتونو څخه يادونه کړې ده چي له ایران سره راکړه ورکړه کوي او د دغه جزایي اقداماتو تر اغېز لاندي راتللای شي. زیاته شوې ده چې په دې هکله د دواړو هیوادونو د حکومتي استازو تر منځ د خبرو اترو په تر سره کیدو توافق شوی دی. د ویاندې په وینا صدراعظمې مې پر دې ټينګار کړی دی چي هغه  لا تر اوسه له ایران سره په ۲۰۱۵م کال کې د شوي اتومي تړون ته متعهده ده.

ترمپ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ایران پر وړاندې ځنډول شوي بندیزونه بیرته نافذوي. په دې سره متحده ایالات عملا له ایران سره د شوي نړيوال اتومي تړونه وځي او د دغه تړون د نورو لاسليک کوونکو اروپایي هیوادونو بریتانیې، فرانسې او آلمانه څخه واټن نیسي. ډیر شمیر اروپایي شرکتونه په اندیښنه کې دي چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره یې کاروبارونه په خطر کې دي. په عین وخت کې فرانسه هم نه غواړي چې د متحده ایالاتو له لوري د اتومي تړون له لغوه کیدو وروسته د احتمالي بندیزونو پیروي وکړي.