1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د ۷۰۰۰ سوریایانو اقامت تمدید کړ

۱۳۹۶ بهمن ۱۲, پنجشنبه

تقریبأ ۷۰۰۰ سوریایان اجازه لري ، چي د نورو ۱۸ میاشتو له پاره په امريکا متحده ايالاتو کي پاتي شي او هلته کار وکړي. دغه خبر د چهارشنبې په ورځ د امریکا د داخلي امنیت وزارت ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2rsvl
USA Syrische Flüchtlinge sind für ein Tag Touristen in New Yorker
انځور: Getty Images/AFP/D. Emmert

اوسنی امتیاز یوازي د هغو کسانو له پاره اعتبار لري چي د ۲۰۱۶م کال د اگست میاشتي تر لمړۍ نیټې وروسته یې د امريکا متحده ايالاتو ته پناه وړې وي. خو وزارت دا نده څرگنده کړې چي څومره سوریایي مهاجرو د اقامت دغه شرایط نه دي پوره کړي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ په رهبرۍ، د امریکا حکومت د ۱۱ هغوهیودونو له پاره د سفر کولو مقرارت بیا سخت کړل چي د خطرناکو هیوادونو په توگه درجه بندي سوي دي. معنی دا چي مخکي تر دې چي د دغو هیوادونو اتباع امریکا ته ورداخل سي، یو وار بیا یې باید اسناد وڅيړل سي. د اوس وخت له پاره امریکا ته د ورداخلیدونکو مهاجرو شمیر د کاله ۴۵۰۰۰ تنه تعین سوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما، په ۲۰۱۲م کال کي د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله د دغه هیواد مهاجرت د «موقتي محافظت» یا (Temporary Protected Status) په نوم پروګرام کې شامل کړي ول.

په همدې حال کي نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی دی چي د ۲۰۱۱م کال له اکتوبر میاشتي راهیسي په امریکا کي تر ۱۸۰۰۰ اضافه سوریایي مهاجر منل سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم:(06.10.2015)