1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د یوې اوونۍ له پاره خپل سفارتونه تړلي

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)۱۳۹۲ مرداد ۱۴, دوشنبه

امریکا په منځني ختیځ او افریقا کې د خپلو سفارتونو د تړلو موده یوه اوونۍ وغځوله. واشنگټن د یکشنبې په ورځ د القاعدې له خوا پر خپلو سفارتونو باندې د احتمالي بریدونو تر گواښ وروسته دغه اقدام وکړ.

https://p.dw.com/p/19JiR
epa03812094 Security barriers block the access to the US Embassy in Sana_a, Yemen, 03 August 2013. The United States has issued a warning to its citizens and travelers following message intercepts by senior Al Qaeda members discussing attacks against American targets, warning to avoid crowded areas such as stations and travel areas, after the US State Department announced plans to close dozens of US Embassies and Consulates in the Middle East and North Africa, including those in Yemen, Egypt, Iraq, Saudi Arabia and Tel Aviv. EPA/YAHYA ARHAB +++(c) dpa - Bildfunk+++
Jemen - US-Botschaft in Sanaaانځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ۱۹ هیوادونو کې به د دغه هیواد سفارتونه د «احتیاطي تدابیرو» له مخې تر راتلونکې شنبې ورځي پوري تړلي پاته شي.

امریکا د یکشنبې په ورځ په بېلابېلو هیوادونو کې خپل ۲۱ سیاسي دفترونه وتړل. خو ويل کيږي چي له دې جملې څخه به ځینې یې د دوشنبې په ورځ بیرته پرانیستل شي. د هغو دفترونو په ډله کې چې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا پرانیستل کیږي په کابل، بغداد او الجزیره کي د امریکا سفارتونه شامل دي. په عین حال کې پریکړه شوې ده چې په مدگسکار، بروندي، راوندا او موریس کې هم د امریکا متحده ایالاتو سفارتونه د شنبې تر ورځې پوري تړلي پاته شي.

تیره اوونۍ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته په نړیواله کچه د سفر کولو خبرداری ورکړي وو. د ياد وزارت په خبرداري کي راغلي ول چې امکان لري القاعده پر امریکایانو باندې د اگست په میاشت کې بریدونه وکړي. په اخطاریه کې زیاته شوې وه چې دغه بریدونه په خاصه توگه په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ترسره کیدای شي.

د امریکا د سنا د استخباراتي کمیټې غړي سکسبې چمبلیس، ویلي دي چې په وروستیو وختونو کې د ترهگرو تر منځ اړیکې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتې د یوولسمې نیټې تر بریدونو دمخه اړیکو ته ډیرې ورته دي. د دغه سناتور په حواله امریکايي چارواکو د دغو احتمالي بریدونو په اړه معلومات د تلیفوني او انترنتي اړیکو د یوه څارنیز پروگرام په مرسته راټول کړي دي.

تر دې دمخه د امریکا د استخباراتي ادارې پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن، د دغه پروگرام په اړه پټ معلومات له رسنیو سره شریک کړل چې له کبله یې په نړیواله کچه پر امریکا باندي نیوکې وشوې. دا په داسې حال کې ده چې چمبلیس ویلي دي چې دغه شان پروگرامونه له امریکا سره د ترهگرو د پلانونو په اړه د معلوماتو د راټولو په برخه کې مرسته کوي.

جدي گواښ

چمبلیس ویلي دي: «دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو جدي گواښ دی.» یوه بل امریکایي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه اخيستلو په شرط ویلي دي چې په منځني ختیځ کې میشت امریکايي چارواکي له څو وروځو راهیسې د دغو گواښونو له کبله په «تيار سئ» حالت کې دي.

په همدې حال کې یو شمیر اروپايي هیوادونو هم په یمن کې خپل سفارتونه تړلي دي. نړیوالو پولیسو (انترپول) هم له خپلو غړو هیوادونو څخه غوښتي دي چې په عراق، لیبیا او پاکستان کې د زندانونو تر ماتیدو وروسته له لا ډیر احتیاط څخه کار واخلي.

د دغو گواښونو په اړه په رسنیو کې تر بحثونو وروسته، یو شمیر امریکایي سناتورانو د خپل هیواد د ملي امنیت یا NSA په نوم استخباراتي ادارې دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې د دغو احتمالي بریدونو په اړه معلومات یې د همدې ادارې په مرسته راټول کړي دي. تر هغه وروسته چې ايدوارد سنودن د NSA د تلیفوني او انترنتي اړیکو د څارنیز پروگرام په اړه معلومات افشا کړل، په نړیواله کچه پر دغې ادارې باندې نیوکې وشوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب