1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د ناټو له لوري پر پاکستاني ځواکونو برید قصدي نه وو

۱۳۹۰ آذر ۱۰, پنجشنبه

د امریکا د متحده ایالاتو یو جګپوړي پوځي چارواکي د پاکستان دا تور په کلکه رد کړی چې ګواکې د ناټو له لوري تر سره شوی برید په کوم کې چې ۲۴ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي یو قصدي عمل وو.

https://p.dw.com/p/13KLC
پر یوې پاکستاني پوستې د ناټو په برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول
پر یوې پاکستاني پوستې د ناټو په برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شولانځور: Department of Defense by Spc. Tia P. Sokimson, U.S

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځونو مشر، جنرال مارتین ډیمپسي، د رویټرز خبري آژانس سره په یوې مرکه کې ویلي چې هغه هڅه کوي د نوموړې پیښې په اړه د پاکستان سره د بندو دروازو تر شا خبري وکړي، هغه زیاته کړې چې متحده ایالات نه غواړي چې دغه ستونزه د رسنیو له لارې په عامه محضر کې هواره کړي.

د لندن څخه بیرته واشنګټن ته د سفر پر وخت هغه په خپله مرکه کې ویلي:

«یوه خبره چې زه یې په زغرده او ښکاره توګه کوم هغه دا ده چې دغه برید په قصدي توګه نه دی تر سره شوی.»

هغې تبصره چې د چهارشنبې په ورځ په پاکستاني رسنیو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو د مشر، تورن جنرال اشفاق ندیم، له خولې خپره شوې وه دغه برید په قصدي توګه یو تیری بللی وو. هغه ویلي چې د ناټو پوځونو ته په دې هکله خبرداری ورکړل شوی وو چې برید د پاکستان د پوځ په پوسته تر سره کیږي خو څرخي الوتکو خپلو ډزو ته ادامه ورکړه.

د پاکستان «دي نیوز» ورځپاڼې د ندیم له خولې لیکلې چې دا ناممکنه ده چې هغوي دې پر دې خبر نه وي چې د پاکستان پر پوستې یې ډزې کولې.

خو ډيمپسي بیا د ندیم دغه منطق تر پوښتنې لاندې رواستې او ویلي یې دي چې دغسې یو برید په نړیواله کچه ناټو ته هیڅ کټه نه سې رسولای.

دغه پیښې د امریکا او پاکستان اړيکي کړکیچنې کړي دي او په ګاونډي هیواد افغانستان کې د سولې هڅې د ګواښ سره مخامخ کړي. امریکا غواړي چې د افغانستان څخه د یوې لسیزي تر جګړې وروسته په تدریجي ډول خپل سرتیري راوباسي.

پاکستان دغې پیښې ته د غبرګون په توګه د دسمبر د میاشتې په پنځمه نیټه د آلمان په بن ښار کې د افغانستان په اړه په نړېوال کنفرانس کې د نه ګډون پریکړه کړي. د دې سربیره یې د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ خپله پوله هم تړلې ده. شمسي هوايي اډه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پرته ده او نوموړې اډه د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو لپاره استعمالیږي.

ډیمپسي د دې خبري پخلی کړی چې دوي د شمسي اډې خالي کولو په حال دي. هغه ویلي چې متحده ایالاتو څخه غوښتل شوي چې نومړی مرکز خالي کړی. هغه زیاته کړې چې اوس امریکا د شمسي اډې د خالي کولو په حال کې ده.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش