1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د منځنی ختیځ بې ځواکه لوی ځواک

مسعود جهش (گیلو شلایس)۱۳۹۳ تیر ۱۹, پنجشنبه

هره ورځ د منځني ختیځ په اړه گواښوونکي خبرونه اوریدل کیږي. امریکایان ویني چې په دې سیمه کې د وخت له تیریدو سره خپل نفوذ له لاسه ورکوي. ډیر شمیر کسان پخپله ولسمشر بارک اوباما د دې وضعیت مسوول بولي.

https://p.dw.com/p/1CZGQ
انځور: Reuters

له «جرمن مارشال فند» څخه حسن منیمنه، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې نیوکه وکړه چې «امریکا متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې د امنیت او د خبرو اترو د بهیر د ساتونکي په توگه خپله دنده سر ته نه ده رسولې».

منځنی ختیځ په وروستیو کلونو کې په یوه کړکیچ رامنځته کوونکې او خطرناکه سیمې باندې بدل شوی دی. د لیبیا، مصر، ایران، سوریې او عراق تر څنگ په وروستیو وختونو کې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د شخړو ډیریدو دغه سیمه له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ کړې ده.

حسن منیمنه د منځني ختیځ له پاره د ولسمشر بارک اوباما سیاست د دغه وضعیت لامل بولي. هغه وایي: «په سیمه کې روانې ډیرې ستونزې د هغې تشې په پایله کې رامنځ ته شوې دي چې امریکا متحده ایالاتو هلته پریښې دي.»

ایا ولسمشر اوباما منځنی ختیځ له لاسه ورکړ؟

ویکتور دیویس هنس په یوې مقاله کې د «اوباما څرنگه منځنی ختیځ له لاسه ورکړ» تر عنوان لاندې دا خبره کړې ده چې امریکایي ولسمشر د نړۍ دا سیمه له لاسه ورکړې ده. د کلفورنیا د ستنفورد د پوهنتون دغه پروفیسور په یوې مرکه کې پر ولسمشر اوباما باندې تور لگولی دی چې سیاست او ایدیالوژي یې په داسې گټو کې بندې کړي دي چې په سیمه کې په ستختۍ ترلاسه کیدای شي.

واشنگټن پوست د عراق روانه جگړه په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو د سیاست د ناکامیدو یوه بیلگه بولي. د دې ورځپاڼې په خبره امریکایان د اوباما د حکومت فرضیه تکراروي او په دې اند دي چې یوازې د شیعه گانو، سنیانو او کردانو یو ټول شمول حکومت کولای شي چې له مصیبت څخه مخنیوي وکړي.

منیمنه بیا وایي چې د سیمې له پاره د امریکا په سیاست کې دور اندیشي نه شته. هغه زیاتوي: «زه په دې پوهیږم چې دا خبره ښايي یو څه سخته وي. خو له دې پرته زه نه شم کولای دا خبره توضیح کړم چې څرنگه سوریه د افغانستان په پرتله د جهادیانو په یوه لوی او خطرناکه روزنځي باندې بدل شو.»

هغه روښانوي چې څو کاله مخکې کیدای شوای چې په لږو امکانانو وضعیت کنترول شوای وای: «خو اوس باید موږ د هغه څه له پاره چې په سوریه او عراق کې پیښیږي، ډیر منابع په کار واچوو.»

غیر واقع بینانه هیلې

واشنگټن پوست په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د اوباما د ادارې یو خراب عادت دا دی چې د منځنی ختیځ سیاستونه د هیلو پر اساس جوړوي. دغې ورځپاڼې په دې برخه کې د بشار الاسد د گوښه کیدو د غوښتنې بیلگه راوړې ده.

د حسن منیمنه په خبره اوباما د منځنی ختیځ په خپل سیاست کې وخت نا وخت داسې بدلونونه راوړي چې له مخکیني سیاست سره ډیر توپیر لري.

ویکتور دیویس هنس په خپله مقاله کې داسې نتیجه گیري کوي چې امریکا متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې داسې کار کړی دی چې له دوستانو څخه لیري شي او ترهگر تکثیر کړي. د هغه په اند دا په سیمه کې د امریکا پر موقف باندې هم اغیزه لري.

هنس وایي چې هیڅ کله هم د امریکا متحده ایالاتو موضع دومره ضعیفه نه وه. هغه په دې برخه کې د مصر بیلگه راوړي چې لومړي د اوباما ادارې د اخوان المسلمین حکومت د پوځي مرستو پر بندولو وگواښه خو بیا وروسته جان کیري دې هیواد ته سفر وکړ او مرستې یې اعلان کړې.

خو پر دغو ټولو سربیره هم منیمنه وایي چې امریکا کولای شي همدا اوس هم په اقداماتو لاس پورې کړي او عراق ته د سرتیرو له استولو پرته وضعیت کنترول کړي. هغه ټینگار کوي چې امریکا متحده ایالات باید خپلو متحدینو ته ډاډ ورکړي چې د سیمې له پاره ستراتیژیک لیدلوری لري او دې لیدلوري ته ژمنتیا موجوده ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب