1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکا د ملا فضل الله پر سر ۵ میلیونه ډالره انعام ټاکلی

۱۳۹۶ اسفند ۱۸, جمعه

امریکا متحدو ایالاتو ويلي دي چې دوی د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په هکله د معلوماتو له پاره ۵ میلیونه ډالر انعام ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/2u1Rz
Maulana Fazlullah
انځور: AFP/Getty Images

دغه وړاندیز په داسې یوه وخت کې کیږي چې د امريکا متحدو ایالاتو او پاکستان ترمنځ اړیکې ډیري ترینګلې شوي او په ورته وخت کې یو پاکستانۍ هيئت همدا اوس واشنګټن ته په رسمي سفر تللی، تر څو د ترهګرۍ ضد مبارزې په هکله همکاري لا ډیره کړي. د دې هيئت د بحث بله ممکنه موضوع په افغانستان کې د امریکا د جګړې نوې ستراتیژۍ هم په ګوته کیږي.

که څه هم د پاکستاني طالبانو جنګیالي لا هم بریدونه ترسره کوي، خو یادي ډلې د ۲۰۱۴م کال په دیسمبر میاشت کې د پوځ پر یوه ښوونځي تر برید وروسته چې پکې ۱۳۲ ماشومان ووژل شول، په پاکستان کې تر خپلې ولکې لاندي ټولي سیمې له لاسه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستاني طالبانو پوري تړلې د بلې ډلې پر مشر عبدالولي او همدا راز د ناټو ځواکونو پر کاروانونو باندي برید کوونکې په پاکستاني طالبانو پوري تړلې د یوې بلې ډلې پر مشر منګل باغ باندي هم درې درې میلیونه ډالر انعام ټاکلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې په دې هکله ویلي چې: «باور کیږي چې دغو ټولو کسانو د ترهرګرۍ عملونه یا ترسره کړي او یا یې هم د ترسره کولو ستر ګواښ لیدل کیږي کوم چې د متحدو ایالاتو او همدا راز د دې هیواد اتباعو ته امنیتي ګواښ رامنځ ته کوي.» د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پوري په دې هکله د تبصرې غوښتني ته ځواب نه دي ویلي.

USA Symbolbild Logo State Department
انځور: AP GraphicsBank

واشنګټن او کابل پر پاکستان تور پوري کوي چې دغه هیواد افغان طالبانو او په دوی پورې تړلې د حقاني شبکې جنګیالیو ته پټنځای برابروي. پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او وايي چې پاکستاني طالبانو په ګاونډي افغانستان کې پټنځایونه لري.

د روان کال په جنوري میاشت کې د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ پاکستان ته د امنیتي مرستو په چوکاټ کې شاوخوا ۲ میلیادره ډالره مرستي قطع کړي او وايي چې پاکستان د افغان طالبانو او همدا راز د حقاني شبکې پر ضد په اقداماتو کې پاته راغلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د وسله والو ډلو درې واړه مشران پاکستان او همدا راز په افغانستان کې میشت د ائتلافي ځواکونو سرتیرو ته ګواښونه رامنځ ته کوي. په اعلامیه کې دغه راز راغلي دي چې پاکستاني طالبان چې په اوردو ژبه کې تحریک طالبان پاکستان یا «ټي. ټي. پي» نومیږي، په امریکا کې دننه یې هم د بریدونو ګواښونه کړي. یادي ډلې په ۲۰۱۰م کال کې د نیویارک ښار په ټایم سکویر کې د ناکامه برید مسئولیت هم منلی دی.

دغې ډلې د ۲۰۱۲م کال په اکتوبر میاشت کې د هغې وخت د نجونو د تعلیم په برخه کې فعاله ۱۱ کلنه ملاله یوسفزی هم په ډزو ویشتلې وه. ملاله یوسفزۍ بیا وروسته په ۲۰۱۴م کال کې د نوبل د سولي جایزه هم وګټله.

Malala Yousafzai wird UN-Friedensbotschafterin
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gombert

د امریکا د بهرنیو چارو وزات وايي چې عبدالولي په پاکستاني طالبانو پوري تړلی د جماعت الحرار ډلې مشري پر غړه لري، چې پر ملکیانو، مذهبي اقلیتونو او همدا راز پوځ او قانون پلي کوونکو ادارو پر چارواکو بریدونه کوي. یادي ډلې په پیښور ښار کې د امریکا د متحدو ایالاتو د قونسلګرۍ دوه ملکي کارکوونکي هم وژلي دي.

یاد وزارت زیاتوي چې منګل باغ بیا په پاکستاني طالبانو پوري تړلي د لښکر اسلام ډلې مشري کوي چې د نشه يي موادو په انتقال، قاچاق او ههمدا راز د پاکستان او افغانستان ترمنځ له سوداګرۍ په جبري ډول مالیه ټولوي.

د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله زوی په کونړ کي وژل شوی

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په یوه لیرې پرته سیمه کې د ترهګرو پر یوه روزنیز مرکز برید کړی چې پکښې د پاکستاني طالبانو۲۰ جنګیالي وژل شوي دي. د رپوټونو په حواله دغه برید په کونړ ولایت کې شوی او ویل کیږي چې وژل شويو جنګیاليو په پاکستان کې ځانمرګو بریدونو ته چمتوالی نیوو.

په سوات کې د پاکستاني طالبانو تر واکمنۍ وروسته د سیلانیانو په هکله انځوریز البوم، زموږ له آرشیف څخه: