1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سمندري ائتلاف جوړولو په اړه د ایران ادعا ته د امریکا غبرګون

۱۴۰۲ خرداد ۱۴, یکشنبه

د سیمه ایزو اوبو د امنیت په موخه له سیمه ایزو هیوادونو، د هغو له جملې څخه سعودي عربستان، امارات، قطر، بحرین او له عراق سره د سمندري پوځي ائتلاف رامنځته کولو په هکله د ایران ادعا د امریکا له غبرګون سره مخامخ شوې ده.

https://p.dw.com/p/4SAPO
Spannungen am Persischen Golf | US-Marine
انځور: Stephanie Contreras/U.S. Navy/AP Photo/picture alliance

د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بیړۍ ویاند د ایران پر دې ادعا تمسخر کړی او له «بریکینګ ډیفنس» رسنۍ سره یي په مرکه کې ویلي دي: «د سیمې اول نمبر بې ثباته کوونکی هیواد ادعا کوي چې د هغو اوبو د سمندري امنیت د حفاظت له پاره یو ائتلاف جوړوي، چې پخپله یي ګواښي.»

امریکا د ایران محدودولو له پاره فارس خلیج کې خپل حضور پراخوي

ټیم هاوګینز په دې مرکه کې چې د «بریکینګ ډیفنس» په انټرنټ پاڼه کې خپره شوې ویلي دي چې دغه ادعا له «سالم عقل سره سمون نه خوري».

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ

هاوکینز واضحه کړې ده چې ایران یوازې په تیرو دوو کلونو کې له نړیوال بیرغ سره ۱۵ سوداګریزې کښتۍ یا درولي دي او یا یې پرې برید کړی دی.

هغه وویل: «اقدامات مهم دي. په همدې دلیل مونږ له خپلو شریکانو سره د هرمز تنګې په اطرافو کې د دفاع د پیاوړې کولو په حال کې یو».

د امريکا ساحلي ګارډ د ایران پر کښتيو اخطاري ډزې کړي

د دې سیمې اوبه د کښتیو د تګ راتګ او نفتو د نړیوالو صاداراتو یو تر ټولو مهم مسیر ګڼل کیږي. له ۲۰۱۹م کال راهیسې په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ تشنج زیات شوی دی په دغه ساحه کې د نفتو پر انتقالونکو بیړیو بریدونو زور اخیستی دی.