1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د سوریې رژیم د عنان د سولې پلان نه مراعتوي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعه

سپینې ماڼۍ د سوریې دولت د ملگرو ملتونو د سولې پلان په نه مراعتولو تورن کړی دئ او تیره ورځ ئې د حلب په ښار کې د څلورو محصلینو وژنه غندلې ده.

https://p.dw.com/p/14pY1
انځور: picture-alliance/dpa

د سپنې ماڼۍ ویاند جې کیرني تیره ورځ د ملگرو ملتونو او عرب لیگ د ځانگړي استازي کوفي عنان، د سولې پلان ته په اشارې سره وویل: «موږ هیله لرو چې د عنان د سولې پلان کامیاب سي او موږ له هرې ممکنه لارې له دغه پلان څخه د ملاتړ کولو له پاره کار کوو.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دا خبره روښانه ده چې دغه پلان نه دئ کامیابه شوی او د بشارالاسد رژیم هم هغه شان گامونه نه دي اخیستي چې لازم ول.

جې کیرنې په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې که چیرې د رژیم له خوا دغه شان نا سازگاره حالت دوام پیدا کړي نو نړیواله ټولنه مجبوره ده چې خپل شکست ومني او د اسد د رژیم له لورې د سولې او ثبات پر وړاندې رامنځ ته شوي گواښ ځواب ووایي.

پر دې سربیره سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د حلب په پوهنتون تر سره شوی برید هم وغنده. په دغه برید کې د دولتي ځواکونو له خوا څلور محصلین وژل شوي ول.

کیرنې خبریالانو ته وويل چې دوی د محصلینو په سوله ییز لاریون باندې تر سره شوی برید په کلکه غندي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دغه شان بریدونه چې اوس په سوریه کې په یوه ورځیني کار بدل شوي دي د دولت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

په عینې وخت کې فعالینو خبر ورکړی دئ چې د جمعې په ورځ د دولت له لوري د ترکیې پولې ته څیرمه په نارامه سیمه باندې د دولتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د پوځي څارونکو د ماموریت مشر روبرت مود، ویلي دي چې دولت باید د تاوتریخوالي د پېښو د درولو له پاره باید لومړی گام پورته کړي.

مود چې د پنجشنبې په ورځ ئې د حما او حمص له ښارونو څخه لیدنه کړې وه وویل چې د جمعې په ورځ به د ملگرو ملتونو اته تنه څارونکي جنوبي ولایت دارا، ۱۲ تنه حمص، اته تنه حما او نور څلور تنه د عدلیب ښار ته واستول شي.

د ملگرو ملتونو یوه څارونکې ډله د اپریل د میاشتې پر ۱۶مه نیټه سوریې ته ورسیده چې وضعه له نزدې وڅاري او په پام کې ده چې په راتلونکو اونیو کې به د دغو څارونکو شمیر ۳۰۰ تنو ته لوړ شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش