1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر اسلامي دولت نوي بریدونه کړي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مهر ۲۴, پنجشنبه

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې په سوریې او عراق کې یې د اسلامي دولت ترهگرې ډلې پر وړاندې څو هوایي بریدونه کړي دي. فعالان وایي چې کوردي جنگیالیو له کوباني ښار څخه په دفاع کولو کې واړه پرمختگونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1DWIu
انځور: Gokhan Sahin/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندې ویلي دي چې امریکایي الوتکو د اسلامي حکومت ترهگرې ډلې پر ضد په کوباني ښار کې د سه شنبې او چهارشنبې پر ورځو ۱۹ بریدونه ترسره کړي دي.

پر دې سربیره امریکايي هوايي ځواک په عراق کې هم د اسلامي حکومت د جنگیالیو پر پنځو اډو باندې بریدونه کړي دي.

د کوباني له پاره جگړه

د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرې شوې بیانیه کې د امریکا متحده ایالاتو پوځې قوماندې له مرکز څخه ویل شوي وو چې په کوباني کې هوایي بریدونه له کوردي ځواکونه څخه د ملاتړ په موخه ترسره شوي دي.

ویل شوي دي چې د امریکا تر هوایي بریدونو یوازې څو ساعته وروسته، کوردی جنگیاليو د اسلامي دولت پر ضد په جگړه یو څه پر مختگ کړی دی.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي وو چې کوباني ښار ته نزدې ۲۱ هوایي بریدونه شوي دي.

د امریکا او تریکې اړیکې

د دوشنبې په ورځ بیا ترکیې په خپله خاوره کې د کوردني جنگیاليو پر وړاندې هوایي عملیات په لاره واچول. له دې سره ترکیې د امریکا متحده ایالاتو پر هغې غوښتنې سترگې پټې کړې دي چې خپل ټول پام دې د اسلامي حکومت جنگیالیو ته واړوي.

دا د ۲۰۱۳ کال له مارچ میاشتې راهیسې لومړۍ ځل دی چې ترکیې د کوردي جنگیالیو پر وړاندې هوایي بریدونه کړي دي. په وروستیو وختونو کې د ترکیې او د کوردانو د PKK گوند تر منځ اړیکې ځکه ترینگلې شوې دي چې انقره هغوی ته له کوباني ښار څخه د دفاع کولو اجازه نه ورکوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب