1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او ناټو په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ځواکونه باسي

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

د شنبې په ورځ د افغان حکومت د سولې د چارو وزارت له خوا د افغانستان او امریکا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې راغلي چې ناټو او امریکا به د ۱۴ میاشتو په ترڅ کې له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

https://p.dw.com/p/3YeSp
Afghanistan US-Soldaten
انځور: AFP/T. Watkins

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې دغه ځواکونه یوازې په هغه صورت کې له افغانستان څخه وځي چې طالبان خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.

په ګډه اعلامیه کې راغلي دي: «ایتلاف به د دغې ګډې اعلامیې تر خپریدو او د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د تړون تر لاسلیکیدو وروسته، له افغانستان څخه د خپلو پاتو ځواکونو د وتلو بهیر په ۱۴ میاشتو کې بشپړ کړي [...] خو دا د طالبانو له خوا د امریکا او طالبانو تر منځ په تړون کې د شویو د ژمنو عملي کیدو پورې تړلي ده.»

امریکا متحده ایالات به په لومړي سر کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ ته راکښته کړي. دغه کار به د امریکا او طالبانو د تړون تر لاسلیکیدو وروسته په ۱۳۵ ورځو کې ترسره شي.