1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي سرچينې: امريکا بيا په خبرو کې ګډون وکړ

۱۳۹۸ آذر ۱۶, شنبه

يوه امريکايي سرچينه وايي چې واشنګتن د شنبې په ورځ په قطر کې له طالبانو سره بيا خبرې پيل کړې. د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې تر نهمه پړاو وروسته شاوخو درې مياشتې مخکې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ له خوا لغوه اعلان شوې وې.

https://p.dw.com/p/3UN8H
Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein
آزشيفانځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د امريکا ولسمشر خپلو ديپلوماتيکو هڅو ته زور ورکوي تر څو په افغانستان کې د امريکا تر ټولې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کيږدي.

له دوحې څخه د فرانسې خبري آژانس په حواله، يوې امريکايي سرچينې ويلي چې واشنګتن د شنبې په ورځ په قطر کې له طالبانو سره بيا خبرې پيل کړې. د امريکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په اړه مذاکرات تر نهمه پړاو وروسته شاوخو درې مياشتې مخکې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ له خوا لغوه اعلان شوې وې.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، یادې امريکايي سرچينې وويل: «نن په دوحه کې امريکا بيا په خبرو کې ګډون وکړ. په مذاکراتو کې به د تاوتريخوالو پر کمولو تمرکز وي چې په نتيجه کې يې بین الافغاني خبرو اترو او اوربند رامنځ ته کيدو ته لار هواره کړي.» هغه د دغه مطلب په ويلو زياته کړه چې هڅې کيږي تر څو د افغانستان د شاوخوا دوه لسيزو جګړې ته د پاي ټکی کیښودل شي.

په سپټبمر مياشت کې داسې ښکاریده چې طالبان او امريکا د افغانستان د سولې په تړاو يوه توافق ته نژدې شوي دي، چې له مخې يې واشنګتن له افغانستانه خپل په زرونو عسکر وښکل او په مقابل کې طالبانو هم د دې ضمانت کاوه چې په راتلونکې کې به د افغانستان له خاورې د تروريستي اهدافو په موخه کار نه اخيستل کيږي.

له دې نه علاوه دا تمه هم وه چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په کابل کې مخامخ خبرې اترې پیل شي چې په نتيجه کې يې په افغانستان کې تر اتلسو کلونو جګړو وروسته يو اوربند رامنځ ته شي. خو دغه مذاکرات هغه مهال په ناڅاپي توګه د دونالد ترمپ له خوا لغوه اعلان شول.

ترمپ شاوخوا درې مياشتې مخکې په داسې حال کې طالبانو سره خبرې ودرولې اعلان چې د امريکا او طالبانو تر منځ مذاکرات له نهم پړاو څخه اوښتې وو. ترمپ دغه ناڅاپي اعلان په کابل کې د طالبانو په يوه بريد کې د يوه امريکايي سرتيري د وژل کيدو په غبرګون وکړ. په ياد بريد کې شاوخوا لس افغانان هم ووژل شوي ول.

 د امريکا ولسمشر تيره اوونۍ په ناڅاپي توګه افغانستان ته ولاړ او په بګرام هوايي اډه کې ېې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او امريکايي سرتيرو سره وليدل. ترمپ هغه مهال په خپلو خبرو کې وويل چې «طالبان غواړي يو توافق وکړي.»

gw/dm/kir