1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا افغانستان ته د نفتو صادرات له بنديزونو معافوي

۱۳۹۷ آبان ۱۶, چهارشنبه

امريکا متحدو ايالاتو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې چابهار بندر به پر ایران د امريکا له خوا د لگول شويو بندیزونو څخه اغیزمن نه شي. دا بندر د افغانستان د تجارت له پاره ډېر مهم دی.

https://p.dw.com/p/37nbj
Iran Hafen von Chabahar
انځور: A. Kenare/AFP/Getty Images

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له خوا اعلان شوی دا معافيت همدا راز د چابهار بندر څخه تر افغانستانه د ريل د يوې پټلۍ د جوړيدو اجازه هم ورکوي.  ويل شوي دي چې همدا راز به افغانستان ته د درملو او خوراکي موادو ليږد هم د همدې بندر له لارې ادامه ورلري.

ايران تيرکال د هند په سمندرگي کې د چابهار بندر رغول شوې برخه پرانيستله چې دا د افغانستان غوندې هيواد له پاره چې سمندر ته لاره نه لري، د تجارتي توکو د انتقال يوه مهمه لاره ده. دا بندر هند ته د دې زمينه برابروي چې د خپلو صادراتو له  پاره د خپل دوديز دښمن پاکستان څخه صرف نظر وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند همدا راز وويل چې سربيره پر دې له ایرانه افغانستان ته د تيلو انتقال به هم د دوشنبې په ورځ د لگول شويو تازه بندیزونو څخه اغيزمن نه شي.

رويترز ته په ليږدول شوې اعلاميه کې وياند زياته کړې: «دا فعاليتونه د افغانستان د ودې په موخه له دې هيواد سره د مرستې او بشري کومکونو له پاره اړين دي.»

د ايران د تيلو پر صادراتو او مالي سيکتور دا نوي بندیزونه د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د ۲۰۱۵م کال د اتومي تړون تر لغوه کولو وورسته بيرته فعال شول.

امریکا متحدو ایالاتو چې له۱۹۹۰ لسیزې راهیسې له هند سره نزدې اړيکي لري، هند پر ايران د لگول شويو تازه بندیزونو استثناء وگرځاوه.

د ترمپ حکومت ويلي دي چې پر ايران به ډېر فشار اچوي څو په سيمه کې د ځينو ډلو له ملاتړه لاس واخلي. زياته شوې ده چې امريکا په همدې هدف له ايران سره له اټومي تړونه وتلی او لغوه شوي بندیزونه یې بيرته لگولي دي.

خو د ترمپ دا پريکړه د سترو اروپايي او نورو هيوادونو د مثال په توگه د هند د مخالفت سبب شوې ده. هند له ايران سره ښې اړيکې پالي.

هند په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د امريکا متحدو ایالاتو له پوځي مداخلې راهيسې له دې هيواد سره کابو دوه ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

هند د چابهار بندر ته افغانستان ته د خپلو صادراتو د رسولو د يوې مهمې لارې په سترگو گوري او همدا راز د مرکزي آسيا او افريقايي هيوادونه سره د سوداگرۍ د پياورتيا لار يې گڼي.

ایران په پام کې لري چې دا تجارتي بندر د ريل د يوې پټلۍ له لارې د پاکستان پولې ته څيرمه له زاهدان سره او په شمال لويديځ کې له مشهد سره وصل کړي.