1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په يو کال کي د منځنۍ آسيا د اکمالاتي لاري څخه بې حده ګټه اخيستې

۱۳۸۸ آذر ۲۵, چهارشنبه

د امريکې د پوځ معاون مرستيال داويد سيدني David Sedney ويلي دي، چې د امريکې متحده ايالتونو په تېرو 11 مياشتو کې قريب 5000 کانټينر خپلو ځواکونو ته د مرکزي آسيا د اورگاډي له لارې رسولي...

https://p.dw.com/p/L3gm
د امريکې د پوځ وزارت د اکمالاتو د شمالي شبکې پر ځمکنۍ لار برسېره، يو زيات شمېر نظامي الوتنې د منځنۍ آسيا د ملکونو پر سر هم تر سره کوي.
د امريکې د پوځ وزارت د اکمالاتو د شمالي شبکې پر ځمکنۍ لار برسېره، يو زيات شمېر نظامي الوتنې د منځنۍ آسيا د ملکونو پر سر هم تر سره کوي.انځور: AP

د رويتر آژانس په خپل يو رپوټ کي د امريکا د پوځ د وزارت د يوه مامور له پرونيو څرگندونو څخه ليکي، چې د امريکې متحده ايالتونو سږ کال، له مرکزي آسيا نه تېرېدونکې اکمالاتي لارې څخه، افغانستان کې موجودو خپلو ځواکونو ته د پوځي تجهيزاتو او نورو اړتيا وړ توکو د رسونې په خاطر پراخه گټه اخيستې ده.

د امريکې د پوځ معاون مرستيال داويد سيدني David Sedney ويلي دي، چې د امريکې متحده ايالتونو په تېرو 11 مياشتو کې قريب 5000 کانټينر خپلو ځواکونو ته د مرکزي آسيا د اورگاډي له لارې رسولي. دا لاره له روسيې، قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان څخه تيريږي.

سيدني د امريکې په سنا کې د بهرنيو اړيکو جرگه گۍ ته وړاندې په ډاگه کړې، چې موږ به په 2010 ميلادي کال کې له دې لارې د لېږل کېدونکو کانټينرو شمېر لا نور هم زياتوو، تر څو له هغو اړتياوو سره سر وخوري، کومې چې افغانستان ته د اولسمشر بارک اوباما لخوا د 30000 نورو عسکرو له لېږنې سره رامنځ ته کيږي.

سيدني وړاندې په ډاگه کړې، د اکمالاتو د شمالي شبکې په نامه مشهوره لار د ډېر درندو وسيلو د تېرېدلو وړ او د پاکستان له لورې افغانستان کې امريکايي قطعاتو ته رسيږي.

واشنگټن د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره په دې چارو لگيا دئ، چې که چېرته په پاکستان کې وسله وال پر اکمالاتي کاروانونو باندې حملې پراخه کړي، نو وکېدلی شي دا کار د منځنۍ آسيا له لارې سر ته ورسول شي. د سيدني له قوله، د امريکې د پوځ وزارت د اکمالاتو د شمالي شبکې پر ځمکنۍ لار برسېره، يو زيات شمېر نظامي الوتنې د منځنۍ آسيا د ملکونو پر سر هم تر سره کوي.

په پيښور کي د ناټو اکمالاتي کاروان چي شاوخوا 100لارۍ موټره کېدل د تير عيسوي کال په ورستۍ مياشت کي په يوه شپه وسوځول سول
په پيښور کي د ناټو اکمالاتي کاروان چي شاوخوا 100لارۍ موټره کېدل د تير عيسوي کال په ورستۍ مياشت کي په يوه شپه وسوځول سولانځور: AP

په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې اکمالات په پوره توگه سره امريکايي ځواکونو ته نه رسيږي، د منځنۍ آسيا له لارې وروړل کېدونکي توکي په بشپړه اندازه لاس ته وروړي. په دې توکو کې امريکايي سرتېرو ته لرگي، اوسپنيزه او پلاستيکي څيزونه شامل دي.

سيدني وړاندې ويلي دي، له کومه ځايه څخه چې افغانستان د اورگاډي پتلي نه لري، نو له ريل څخه کارگو يا سامانونه په لاريو کې بارکيږي. کېدلی شي دا ربړه د هغه پيلي په مرسته سره يوه خوا شي، چې د آسيا د پرمختيايي بانک په مرسته سره به وغزول شي.

اوباما د دې مياشتې په سر کې اعلان وکړ، چې په نظر کې لري راتلونکي ميلادي کال کې 30000 نور عسکر هم پر خپلو افغانستان کې موجودو 68000 سرتېرو باندې ورزيات کړي. سيدني وروسته له غونډې څخه د رويتر آژانس ته جوته کړه، د عسکرو د زياتېدنې معنی دا ده، چې لا نور بار ته به اړه ليدل کيږي. خو دا يې ونه ويل چې د مرکزي آسيا د اورگاډي له لارې به د وړل کېدونکو توکو اندازه څومره نوره زياتيږي.

سيدني ټکي په ټکي وويل چې: دا کار له شريکو هېوادونو سره پر روغه جوړه او زموږ پرامکاناتو پورې اړه لري. زه نه غواړم هغه دوه يا درې چنده وبولم، او دا ځکه چې امکان لرې له دې څخه زياته او يا کمه هم وي.

RTRE/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل