امريکا په قطر کي له طالبانو سره خبري اتري تائيد کړې
۱۳۹۷ بهمن ۳, چهارشنبهد امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت تائيد کړې ده چي ځانگړي استازي زلمي خليلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو له استازو سره کتلي دي.
د دغه وزارت يوې وياندې د سه شنبې په ورځ وويل: «موږ تاییدولی شو چې ځانګړی استازی خلیلزاد او د دولت له څو ادارو جوړه شوې یوه ډله نن په دوحه کې دي، او له طالبانو سره خبرې کوي.»
دغې ویاندې زیاته کړې ده چې خبرې د دوو ورځو له پاره دي.
خليلزاد څو واري د طالبانو له استازو سره ناستي لرلي دي، خو دا لومړی وار دئ چي امريکا متحده ايالات له طالبانو سره د هغه مستقیمې خبري اتري تائيدوي.
دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې طالبانو د سه شنبې په ورځ د هغه برید پړه ومنله چې په میدان وردګ ولایت کې يې د ملي امنیت ادارې لږ تر لږه ۶۵ کسان ووژل. که څه هم دولتي سرچینې د برید تلفات همدوره ښيي خو له سیمې څخه ورکړل شوي نور معلومات ښيي چې د طالبان په دې برید کې تر۱۰۰ ډیر افغان ځواکونه وژل شوي دي.
تر دې مخکې د طالبانو یوه ویاند په قطر کې د دې ډلې د استازو او خلیلزاد تر منځ غونډه تائید کړې وه. هغه ویلي ول چې خلیلزاد «د افغانستان د اشغال پای ته رسول او په راتلونکې کې د دې مخنیوی چې افغانستان د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي» د غونډي د اجندا په توګه منلې ده.
د طالبانو او خلیلزاد مخکني ملاقات، پر اجندا باندې د موافقې نه رامنځ ته کیدو له کبله لغو شوي ول.
تر غونډې مخکې خلیلزاد د سیمې هیوادونو ته تر سفر وروسته په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل. هغه تر لیدنې وروسته پر خپله تویټر پاڼې ولیکل: «موږ موافقه وکړه په داسې حال کې چې د سولې په مذاکراتو کې ونډي ته چمتوالی نیسو، پوځي فشار اړین دی.»