1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په سوريه کې د ترکیې په پوځي عملياتو کې برخه نه اخلي

۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبه

په سوريه کې د ترکیې د پوځي عملياتو تر اعلان وروسته ولسمشر رجب طيب اردوغان له خپل امريکايي سيال دونالد ترمپ سره تليفوني خبرې کړي. خو نتيجه یې نه ده ورکړې، ترکان بايد دغه عمليات يوازې ترسره کړي.

https://p.dw.com/p/3Qokd
Syrien Türkische Militärfahrzeuge
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Ahmad

د ترکیې د ولسمشر رجب طيب اردوغان او امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ترمنځ تر تليفوني اړيکي وروسته د سپينې ماڼۍ له خوا ويل شوي چې «دا د جگړې په ښکيلو سيمو کې له اوږدې مودې راهيسې پلان شوي عمليات» دي چې ترکیه یې «ژر» پېلوي خو امريکا به ورسره مرسته ونه کړي. همدا ده چې امريکايي عسکر له ترکیې سره له سرحدي سيمې وتلي دي.

د دندې سر ته رسېدل

زياته شوې چې د امريکا متحده ايالاتو پوځ هلته د داعش ترهگرې شبکې ځواکونه مات کړي او امريکايان به په راتلونکي کې په دغه لانجمنه سيمه کې حضور ونه لري.

خو د سوریې کردانو خبرداری ورکړی چې د ترکیې پوځي عملياتو په پايله کې به داعش ډله سيمې ته بیرته راستنه شي. زياته شوې چې د واشنگټن د حکومت له خوا پر دې سربيره دا هم ويل شوي چې دوی به د داعش نيول شوي جنگيالي په خپل هېواد کې ونه مني. آلمان، فرانسې او نورو اروپايي هېوادونو هم چې د داعش دا جنگيالي ورسره تړاو لري، د واشنگټن له خوا پر فشار سربیره هم نه غوښتل هغوی ومني.

امريکا متحده ايالات وايي چې اوس ترکيه د داعش د هغو ټولو جنگيالو مسئوليت لري چې په تیرو دوو کلونو کې د امريکايي ځواکونو په مرسته په سيمه کې نيول شوي دي.

د امنيتي ساحه پرسر لانجه

د دواړو مشرانو ترمنځ تليفوني تماس ولسمشر اردوغان نور هم په غوسه کړی، ځکه چې د ترکیې پر پوله د يوې امنيتي ساحې د رامنځته کولو د گډ پلان په برخه کې هم ظاهراً پرمختگ نه دی شوی.

د ترکیې له نظره امنيتي ساحه له دې کبله اړينه ده چې د سوریې د کردانو د « YPG» مليشو له خوا متوجې خطر له منځه ولاړ شي. ترکيه دغو مليشو ته د يوه ترهگریز سازمان په توگه گوري، په داسې حال کې چې د همدغه مليشو په مشرتوب د سوریې له ديموکراتيک ځواک څخه امريکا د داعش پر ضد جگړه کې ملاتړ کوي.

BS/NZ (rtr, dpa, afp)