1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په سوريه کي پر کردانو د ترکيې پوځي عمليات غندلي

۱۳۹۵ شهریور ۹, سه‌شنبه

د امریکا دفاع وزارت وايي چې په عراق او سوریه کښې پر کردي ملیشو بمباري دوی ته د منلو نه ده او د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ کوي چې شخړې ته په عاجله توګه د پای ټکي کیږدي.

https://p.dw.com/p/1Js1Z
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

د امریکا د دفاع وزارت په سوریه کښې د کردي ملیشو پر وړاندې د ترکیې بریدونه وغندل. په ورته وخت کښې انقرې د عراق په شمال کښې پر PKK ملیشو هوايي بمبارۍ کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند، پیتر کوک په یوه خبري وینا پاڼه کښې ویلي دي چې «موږ د جرابلس په جنوب کښې چې اوس د داعش جنګیالي هلته شتون نه لري د ترکیې ځواکونو او د کردانو د خلکو د دفاعي ځواکونو ترمنځ جګړه له نږدې څارو.»

کوک د دوشنبې په ورځ وویل، موږ غواړو څرګنده کړو چې دغه جګړه زموږ له پاره د منلو نه ده او دا کار د اندیښنې وړ دی. هغه وویل «په دغه جګړه کښې له وړاندي نه ګڼ شمیر اړخونه ښکیل ول او موږ پر ټولو وسله والو خواوو غږ کوو چې دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او د شخړو د له منځه وړولو له پاره لازم اقدامات وکړي.

کوک ټینګار وکړ چې واشنګټن غواړي د سوریې ځمکنی بشپړتیا وساتل شي او زیاته یې کړه چې د امریکا متحد ایالات په دې جګړه کښې ښکیل نه دي او له امریکايي ځواکونه سره همغږي هم نه ده شوې. موږ د دوی ملاتړ نه کوو.

د امریکا متحد ایالات د کردي ملیشو ملاتړ کوي او ترکیه دوی د ترهګرې ډلي په توګه پیژني.

د اروپايي اتحاديې له پاره د ترکیې وزیر، عمر سلیک د امریکا پر دغو څرګندونو نیوکه وکړه. هغه په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: «هیڅوک حق نه لري چې موږ ته ووایې چې له کومې ترهګري ډلې سره جګړه وکړو او له کومې ډلې سره جګړه ونه کړو.»

د عراق په شمال کښې تازه نښتې

د دوشنبې په ورځ د انقرې ځواکونو د سوریې په شمال کښې نور هدفونه هم په نښه کړي. په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ترکیې په سوریه کې پر ۲۰ هدفونو ۶۱ ځله بمباري کړې ده. چارواکي وايي چې لږ تر لږه ۲۵ «ترهګر» وژل شوي او ټینګار کوي چې د دوی ځواکونو د ملکي کسانو د وژني د مخنیوي له پاره لازم اقدامات کړي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څارونکو په حواله د کردي ملیشو تر ولکې لاندې سیمو کښې شاوخوا ۴۰ کسان وژل شوي دي.

ترکیه وايې چې دوی به تر هغه پوري بمبارۍ ته ادامه ورکړي، څو کردي ملیشې بیرته د فراط سمندر ختیځ لور ته ستانه نه شي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس، اندلو وویل چې ترکیې د عراق په شمال کښې پر کردي ملیشو یا PKK هم بمباري کړې. د دوشنبې په سهار هوايي ځواکونو د عراق په شمال کښې د ګارا پر سیمه هوايي بریدونه ترسره کړل. د دوی په وینا هدفونه له منځه ولاړل.

انقره PKK یوه ترهګره ډله بولي چې د عراق په شمال قندیل غرونو کښې شتون لري. دغه ډله د ترکیې په جنوب ختیځه نا امنه سیمه کښې د ترکیې پر امنیتي ځواکونو د ګڼ شمیر بریدونو مسوله ګڼل شوې ده.