1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په افغانستان کي تر ټولو ستر بم استعمال کړی

۱۳۹۶ فروردین ۲۴, پنجشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت تائيد کړې ده چي ځواکونو ئې په لومړي وار د افغانستان په ختيځ کي تر ټولو ستر بم استعمال کړی دئ. د تلفاتو په اړه تر اوسه څه ويل سوي نه دي.

https://p.dw.com/p/2bDfH
GBU-43/B Massive Ordnance Air Blast bomb
انځور: picture-alliance/DoD/Newscom

پنتاګون د پنجشنبې په ورځ تائيد کړې ده چي ځواکونو ئې په لومړي وار په افغانستان کي د GBU-43 ډوله بم چي د «بمونو مور» هم ورته ويل کيږي استعمال کړی دئ.

د سپيني ماڼۍ وياند شان سپايسر، ويلي دي چي د دغه بم د استعمال پرمهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي د مخنيوي له پاره ټول احتياطي اقدامات په پام کي نيول سوي ول. دا چي د دغه بم د استعمال اجازه پخپله د امريکا جمهوررئيس دونالد ترمپ ورکړې وه، سپايسر ئې په اړه له څه ويلو څخه ډډه وکړه.

دغه بم چي تر۸۰۰۰ کيلوګرامه زيات چاودېدونکي مواد پکښې کار سوي او د ۱۱ ټنه TNTمعادل کيږي، د امريکايي ځواکونو تر ټولو ستر نه اټومي بم بلل کيږي. يوازه روسيه تر دې لږ غټ بم لري.

دغه بم (GBU-43) په ۲۰۰۳م کال کي تر پراختيا وروسته د امريکايي رسنیو په حواله تر اوسه پوري په يوه جګړه کي استعمال سوی نه وو. د دغه بم د استعمال موضوع جنجالي ده.

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت (پنتاګون) د معلوماتو له مخي دغه بم د افغانستان د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کي د ترهګري ډلي داعش پر يوه تونل باندي د جنګي لوتکي له لاري غورځول سوی دئ. دوی زياته کړې ده چي د بم غورځولو موخه په سيمه کي د امريکايي او افغان ځواکونو له پاره د خطر او تروريزيم د زيانونو لږول ده. امريکايي ځواکونه اوس د دغه بم تاوانونه څېړي.

پنتاګون په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نيکلسن په حواله ويلي دي چي افراطيان په لاس جوړسوو چاودېدونکو بمونو، تونلونو او پټنځايونو سره خپلي دفاعي کرښي پياوړي کوي: «دا تر ټولو غوره وسيله ده، چي موږ دغه خنډونه په پاک کړو او پر سم وخت د داعش پر وړاندي عمليات وکړو».