1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا متحده ايالات فارس خليج ته اضافي ځواکونه استوي

۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبه

امريکا متحده ايالاتو ويلي چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه فارس خليج ته ځواکونه استوي. د امريکا د دفاع وزير ويلي چې هيواد يې له ايران سره د جګړې په لټه کې نه دی، خو د هر ‌ډول اقدام له پاره به چمتو وي.

https://p.dw.com/p/3Pzjk
US Truppen im Persischen Golf
په فارس خليج کې امريکايي ځواکونهانځور: Imago/ZUMA Press/USMC/Cpl. D. Morgan

د امريکا د فاع وزير مارک سپر، د جمعې ورځې په ماښام (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۲۰مه) اعلان وکړ چې ولسمشر دونالد ترمپ، فارس خليج ته د امريکايي ځواکونو له استولو سره موافقه کړې ده. هغه وويل چې دغه ځواکونه د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو په غوښتنه د هغوی د هواي دفاع د توان لوړولو او د توغنديو د دفاعي سيستم د تقوې په موخه استول کيږي.

د امريکا د دفاع وزير په وينا سيمې ته د امريکايي ځواکونه د سعودي عربستان د نفتو د تاسيسات په ګډون د اساسي بنسټونو د محافظت په موخه استول کيږي. هغه دغه راز زیاته کړه چې اماراتو هم له متحده ايالاتو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. سپر وویل چې د پوځي ځواکونو استول لومړنی ګام دی او د دې امکان شته چې په راتلونکې کې نور اقدامات هم وشي. هغه په صراحت وويل چې هيواد يې له ايران سره د جګړې په لټه کې نه دی، خو د هر ډول اقدام له پاره به چمتو وي.

امریکایي وزیر زياته کړه چې هر څه دا ښيي چې د عربستان د نفتو پر تاسيساتو د بریدونو مسئول ايران دی. د سپر په وينا، د متحده ايالاتو، سعودي عربستان او نړيوالو څيړنو ښوولې ده چې استعمال شوې وسلې د ايران توليد دي او د توغولو ځای ېې هم د يمن خاوره نه ده. 

تر دې مخکې يو شمیر امريکايي چارواکو هم خبري آژانسونو ته ویلي وو چې د عربستان د نفتو پر تاسيساتو حملې د ايران له سويل لويديځ څخه شوي. دوي ويلي چې په دغو حملو کې نه يوازې د بې پيلوټه الوتکو، بلکه له کروز توغنديو څخه هم استفاده شوې ده.

پنټاګون د می مياشتې په وروستيو کې هم د «ايران مخ پر ډيريدونکو ګواښونو» سره د مبارزې په موخه، ۱۵۰۰ عسکر فارس خليج ته استولي وو. د سعودي عربستان د نفتو پر ملي تاسيساتو (آرامکو) باندې حملې د سپتمبر په ۱۴مه وشوې. تر دغو حملو وروسته د سعودي د نفتو د تولید کچه له معمول حالت څخه نيمايي ته راښکته شوې وه.

د امريکا د پوځ د ګډې قومندانۍ مشر جوزف دانفورد، هم د جمعې په ورځ وويل چې د استوونکو ځواکونو په اړه جزئيات به په راتلونکو ورځو کې په ډاګه شي. خو هغه يوه خبره روښانه کړه چې د دغو «استونکو ځواکونو شمير به په زرونو نه وي.»

ايران د سعودي عربستان د نفتو پر تاسيساتو د حملو په اړه له هر ډول مسئوليت څخه انکار کوي، خو حوثي ياغيانو بیا چې د ايران له ملاتړ څخه برخمن دي، پر دغو تاسيساتو باندې د حملو مسئوليت منلی دی. د حسن روحاني په ګډون نورو لوړپوړو ایراني چارواکو د حوثيانو دغه اقدام، د دغې يمني شيعه ډلې «مشروع حق» ګڼلی دی.

مخکې له دې چې دونالد ترمپ فارس خليج ته د ځواکونو د ليږد اعلان وکړې، د جمعې په ورځ ېې په سپينه ماڼۍ کې د استراليا له لومړي وزير سکات موريسن، سره وليدل. ترمپ له موريسن سره د يوه مطبوعاتي کنفرانس په څنډه کې وويل چې کولای شي «په څو دقيقو کې» د بيلګې په توګه د ايران پر ۱۵ مهمو اهدافو باندې د پوځي حملو امر ورکړي، خو غواړي چې د امکان تر حده ورڅخه ډډه وکړي. ترمپ په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې پر ايران د احتمالي پوځې حملې په اړه پوښتنې ته هم ځواب وويل: «دغه امکان تل موجود دی.»

/mks/sm/hm, nka (rtr, ap, dpa, afp)