1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي په دغه مياشت کي نوی افغان ولسمشر لوړه وکړي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۶, پنجشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، بيا کابل ته رسېدلی دی، څو د افغانستان روان ټاکنیز جنجالونو ختم کي. کیري تر دې دمخه هم ولسمشرۍ ته د دواړو کانديدانو تر منځ د یوه توافق د رامنځ ته کیدو په موخه کابل ته تللی وو.

https://p.dw.com/p/1Cr01
انځور: Reuters

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې د پراخو درغلیو تورونو دغه بهیر ډیر جنجالي کړ او خبره ان دې ته ورسیده چې لسمشرۍ ته يوه کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه موازي حکومت د اعلانولو گواښ وکړ.

عبدالله عبدالله پر خپل سیال ډاکټر اشرف غني احمدزي، د ټاکنو پر کمېسیون او افغان حکومت باندي تور ولگاوه چې پراخي درغلۍ یې کړي دي او په دې ترتیب سره د هغه رایه تر خپل سیال کمې شوي دي.

د همدغو جنجالونو د حلولو له پاره کیري تیره میاشت کابل ته سفر وکړ او تر اوږدو خبرو اترو وروسته یې د دواړو کاندیدانو تر منځ یو توافق رامنځ کړ چې له مخې يې اوس ټولي رایې تفتیشیږي او بیا وروسته گټونکی کانديد د ملي وحدت حکومت جوړوي. خو څارونکي وایي چې اوس ښایي کاندیدان د ملي وحدت د جوړولو پر سر یو له بل سره کومې موافقې ته رسېدلي نه وي.

د جان کیري په منځگړتوب په رامنځ ته شوي توافق کې ډیر پرمختگ شوی نه دی. د رایو د تفتیش بهیر ډیر کرار پر مخ روان دی او د دواړو کانديدانو استازي د ملي وحت له حکومت څخه جلا جلا تعبیرونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې وخت پر تیریدو دی او نړیواله ټولنه او پخپله افغان حکومت ټینگار کوي چې ژر تر ژره باید د افغانستان نوی ولسمشر وټاکل شي. نړیواله ټولنه ټینگار کوي چې د ناټو په راتلونکې غونډه چې د راتلونکي میاشتې پر څلورمه او پنځمه ڼېټو تر سره کيږي باید د افغانستان نوی ولسمشر گډون پکښې وکړي.

له کیري سره مل یوه چارواکي ویلي دي: «موږ غواړو چې د لوړي مراسم د رواني میاشتې تر پایه پوري ترسره شي.» هغه زیاته کړې ده: «دا به د نوي ولسمشر له پاره ډیره ضروري وي چې ناټو ته ولاړ شي او د امنیتي ځواکونو د لگښتونو په گډون له ناټو څخه د هغوی د ژمنو په اړه پوښتني وکړي.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «دا کار زموږ د ټولو په گټه دی. همدا اوس هم زموږ هدف دی او موږ به ټول کارونه وکړو چې دغه هدف پرځای شي. دا کار سخت دی خو ناممکن نه دی.»

د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو د لومړیو پایلو له مخې ډاکټر اشرف غني احمدزي له خپل سیال څخه ډیري رایې ترلاسه کړي دي خو عبدالله خپل ځان د ټاکنو گټونکې بولې او وایي چې پر ضد یې پراخه درغلي شوې دي.