1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي بهرني محصلين اخراج کړي

۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د امریکا حکومت اعلان کړی دی چې د راتلونکي مني سمستر پر مهال به هغو بهرنیو محصلينو ته په امریکا کې د اوسیدو اجازه نه ورکول کیږي چې آنلاین کلاسونه ولري.

https://p.dw.com/p/3etQK
USA Gebäude Harvard University
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Krupa

د ترمپ حکومت هغه بهرني محصلين چې لا پخوا د کرونا ویروس د بحران له امله له ستونزو سره لاس او ګریوان ول، له دې نوې پریکړې سره لا زیات اندیښمن کړي دي.

د امریکا د مهاجرت او ګمرکي چارو ادارې (آی سي ای) د دوشنبې په ورځ(د جولای میاشتې ۶ نیټه) په یوه بیانیه کې ویلي دي دوی هغو محصلینو ته په خپل هیواد کې د اوسیدو اجازه نه ورکوي چې د روان مني په سمستر کې یې کلاسونه انلاین وي.

په بیانیه کې زیاته شوې ده، که چیرې د F1 او M1 ویزې لرونکي محصلین د مني په سمستر کې په امریکا کې اوسیدل غواړي نو دوی باید داسې یو کورس هم ونیسي چیرې چې آف لاین صنفونه جریان ولري، یا په بل عبارت په هغې کې په فزیکي ډول موجودیت ته اړتیا وي.

د آئ سي ای په حواله د F1 ویزه هغو محصلینو ته ورکول کیږي چې اکاډیمیکې زده کړې کوي، په داسې حال کې چې د ام ون M1 ویزه هغو محصلينو ته ورکول کیږي چې په امریکا کې د تعلیم ترڅنګ مسلکي یا حرفوي زده کړې هم ترلاسه کوي.

د امریکا د مهاجرت او ګمرکي چارو اداره (آی سي ای) وایي چې د دې نوي حکم نه عملي کوونکي محصلین کیدای له اخراج سره مخامخ شي. خو تر اوسه پورې لا څرګنده نه ده چې په کوم شمیر کې محصلین به له دې محدویت څخه اغیزمن شي. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له امله یو شمیر پوهنتونونو خپل کلاسونه انلاین کړي دي.

مخکې تر دې د (آی سي ای) ادارې د «سټوډنټ اینډ ایکس چینج» پروګرام له مخې بهرنیو محصلینو ته په امریکا کې د اوسیدو او د آنلاین له طریقه د پسرلي او دوبي سمسترونو پر مهال د خپلو درسي کلاسونو د تعقیبولو اجازه ورکړې وه، چې له دې وروسته دوی تر یوې اندازې ډاډمن شوي وو. خو د دوشنبې ورځې تر اعلان وروسته په محصلینو کې یو ډول ویره خپره شوې ده. دا ځکه چې (آی سي ای) په خپل اعلان کې په واضح ډول ویلي دي چې هغه محصلین چې د آنلاین کلاسونو له پاره یي خپل نومونه ثبت کړي دي او د دغه هیواد په کالج او پوهنتونونو کې د فزیکي موجودیت په کلاسونو کې داخله نه اخلي، هغوی کیدای شي د اخرج له عواقبو سره هم مخامخ شي.

په امریکا کې ډیرو پوهنتونو پر دغې حکومتي پریکړې انديښنه ښودلې ده او ویلي یي دي چې له حکومت څخه به پر خپلې پریکړې د تجدید نظر کولو غوښتنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د نړۍ له مختلفو برخو څخه په ډیر لوړ شمیر کې محصلين د لوړو زده کړو له پاره امریکا ته ځي او د دغه هیواد پوهنتونونه د فیس او نورو کورسونو په بدل کې له دغو بهرنیو محصلینو څخه ډیرې پيسې ترلاسه کوي. د امریکا د سوداګرۍ وزارت په حواله په ۲۰۱۸م کال کې د بهرنیو محصلینو له درکه د دغه هیواد اقتصاد ته ۴۵ میلیارده ډالره ګټه رسیدلې وه.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز