1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي اضافي مهاجر ومني

۱۳۹۴ شهریور ۱۹, پنجشنبه

په اروپا کي د مهاجرو بحران ته په کتو سره وار په وار په امریکا متحدو ايالاتو کي د اوباما په مشرتوب حکومت باندي فشار ډېريږي. د رسنيو د راپورونو له مخي دوی غواړي په کال کي د مهاجرو د منلو ټاکلې برخه زياته کړي.

https://p.dw.com/p/1GTyu
Bombenangriffe in Aleppo
انځور: picture-alliance/AA/A. M. Ali

ويل کيږي چي خبره د ۵۰۰۰ اضافي مهاجرو کيږي. امریکا متحدو ايالاتو په تيرو درو کلونو کي هر کال د بېلابېلو هيوادونو ۷۰۰۰۰ مهاجر منلي دي.

اوس د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه لوی چارواکي ويلي دي چي په ۲۰۱۶م کال به تر پخوا «يوڅه ډېر» مهاجر ومني. دغه چارواکي ويلي دي چي د بهرنيو چارو وزير جان کيري د ۵۰۰۰ اضافي مهاجرو خبره کړې ده. خو دا بايد وارزول سي چي تر ټاکلي اندازې به څومره نور اضافي مهاجر ومنل سي.

په سوريه کي د کورنۍ جگړې له پيل راهيسي امریکا تر اوسه د دغه هیواد ۱۵۰۰ مهاجر منلي دي. د سوريې د کورنۍ جگړې څلور کاله کیږي.

دا په داسي حال کي ده چي آلمان يوازي په تيرو څو اونيو کي ۲۰۰۰۰ مهاجر خپل هيواد ته پرې ايښي دي او اټکل کوي چي په ټول کال کي به دغه شمېر ۸۰۰۰۰۰ ته ورسيږي.

د امريکا متحدو ايالاتو د پيدايښت راهيسي دغه هيواد د هغو کسانو د ورتگ هدف دی چي په خپلو هيوادونو کي تر تعقيب لاندي وي.

د نجات د نړيوالي خيريه کمېټې (IRC) په خبره امريکا متحد ايالات د سوريې د مهاجرو په برخه کي په خپلو ژمنو کي پاته راغلی: «امريکا په خپل تاريخ کي د پناه غوښتني په برخه کي د مرسته کولو د ژمنو رهبري کړې ده.» د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) له امریکا غوښتي دي چي ۱۵۰۰۰ سوريايي مهاجر ومني.