1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا سعودي عربستان ته ځواکونه استوي

۱۳۹۸ تیر ۲۹, شنبه

دا د واشنګټن په خبره امنيتي تدابير دي چې د خبرداري پيغام هم لري: د فارس په خليج کې تر بيا ځلې ترينګلتيا وروسته امريکايي ځواکونه په سعودي عربستان کې ځای پر ځای کيږي. رياض ورڅخه هرکلی کوي.

https://p.dw.com/p/3MMuW
US-Soldaten im Golf von Oman
انځور: picture-alliance/dpa/US Navy/Jacob Milham

دا د واشنګټن په خبره امنيتي تدابير دي چې د خبرداري پيغام هم لري: د فارس په خليج کې تر بيا ځلې ترينګلتيا وروسته امريکايي ځواکونه په سعودي عربستان کې ځای پر ځای کيږي. رياض ورڅخه هرکلی کوي.

د متحده آيالاتو مرکزي کومانډو سېنتکام ويلي دي چې دغه ګام د خبرداري د اضافه تدابيرو په معنی دی. سعودي عربستان د ځواکونو ځای پر ځای کول منظور کړي ول چې هدف يې د سيمې امنيت او ثبات او همداراز له متحده آيالاتو سره د امنيتي همکارۍ پياوړتيا ښودل شوې ده. دغه خبره د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس «اس پي آی» کړې ده.

امريکايي رسنيو رپوټ ورکړی وو چې د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت سعودي عربستان ته د تر ۵۰۰ عسکرو پورې د لېږلو پلان لري. په وروستي ځل امريکايي ځواکونه هلته په ۲۰۰۳ کال کې مېشت ول چې په ۱۹۹۱ کال کې د خليج د جګړې پر وخت ورلېږل شوي ول. د پلازمېنې رياض په سويل کې د يوې هوايي اډې څخه د متحده آيالاتو هوايي ځواک هغه مهال پر عراق باندې بريدونه تر سره کول. د يو څه مودې له پاره هلته د متحده آيالاتو ۲۰۰ الوتکې موجودې وې. 

د هرمز مهم تنګی

د خليج په سيمه کې ترينګلتيا په دې وروستيو کې خورا ډېره شوې وه. د هرمز په تنګي کې بېلابېلې پېښې وشوې. د جمعې په ورځ د ايران انقلابي ګارډ هلته دوه بريتانوي ټانکران ودرول چې يو يې بېرته خوشې هم کړ. د امريکا متحده آيالاتو د پنجشنبې په ورځ ويلي ول چې د «يو اس اس بوکسر» په نوم جنګي کښتۍ د هرمز په تنګي کې يوه ايرانۍ بې پيلوټه الوتکه يا بنګنه ويشتلې او ويجاړه کړې ده. 

Britischer Tanker Stena Impero
د «ستېنا ايمپريو» کښتۍ د ايران د انقلابي ګارډ له خوا درول شوې دهانځور: picture-alliance/AP Photo/Stena Bulk

د ايران له خوا موجود «ګواښ» ته په اشارې سره د امريکا متحده آيالاتو په تېرو څو مياشتو کې لا په خليج کې خپل پوځي حضور پياوړی کړی وو. پنتتاګون په جون مياشت کې اعلان وکړ چې زر اضافه سرتېري نزدې ختيځ ته لېږي. د می په مياشت کې لا متحده آيالاتو په سيمه کې خپل ځواکونه د ۱۵۰۰ عسکرو په ورلېږلو سره زيات کړي ول. 

 (dpa, afp, rtr)ن ص/م ک ص