1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د سولي د بهير د پيلېدو له پاره د کرزي رضايت غواړي

۱۳۹۰ دی ۲۲, پنجشنبه

امریکايي چارواکي وايي چي د افغانستان او پاکستان له پاره د ولسمشر اوباما ځانګړی استازی مارک ګروسمن، به په راتلونکې اونۍ کي کابل ته سفر وکړي چي د امريکا او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو په اړه د ولسمشر کرزي رضايت ترلاسه کړي

https://p.dw.com/p/13i0r
د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانگړی استازی مارک گروسمن
د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانگړی استازی مارک گروسمنانځور: AP

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنتن، ويلي دي چي مارک ګروسمن به پر کابل سربيره د افغانستان ځينو نورو لويو ښارونه ته هم سفر وکړي. د چارواکو په حواله که ولسمشر کرزی د طالبانو او امريکا تر منځ خبرو سره موافقه وکړي، کيدای سي دغه بهير په څو اونيو کي پيل شي.

ويل کيږي چي مارک ګروسمن به پرافغانستان سربيره سعودي عربستان او ترکيې ته هم سفر وکړي او ددغو هيوادونو له چارواکو سره به د افغانستان د سولي پر بهير بحث وکړي.

واشنګټن او کابل په تکرار سره ويلي دي چي په افغانستان کي د سولي هر بهير بايد د افغان حکومت په ګډون او مشرۍ پر مخ ولاړشي چي په دغه هيواد کي لس کلنه جګړه د سولي له لاري پای ته ورسيږي.

يوه امريکايي چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط ويلي دي چي که کرزی موافقه وکړي نو د امريکا او طالبانو تر منځ خبري به ډير ژر پيل شي. دغه چا رواکي دغه راز ويلي دي چي تراوسه لا دا معلومه نه ده چي ولسمشر کرزی به د طالبانو او امريکا تر منځ د سولي له روان بهير سره موافقه وکړي که نه؟

د افغانستان د سولي د بهير په اړه له هغه وروسته په رسنيو کي بحثونه راپورته شول چي تيره اونۍ طالبانو په ناڅابي ټوګه اعلان وکړ چي له متحده ايالاتو سره په قطر کي د يوه سياسي دفتر د پرانيستلو په اړه يوې لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټنانځور: AP

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن د چارشنبې په ورځ د قطر له صدراعظم سره تر ليدو وروسته د افغانستان د سولي د بهير په اړه خبري وکړې.

کلنټن وويل چي د کرزي او طالبانو له خوا خوشبينانه خبرو دا څرګنده کړه چي په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو د طرحي ملاتړ کيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري دغه راز وويل چي تراوسه لا طالبانو ته په قطرکي د دفتر د پرانيستلو په اړه کومه پريکړه نه ده شوې. د هغې په خبره متحده ايالات اوس پردې باندي فکر کوي چي د دې دفتر پرانيستل به د افغانستان له پاره څومره ګټه ولري.

ويل کيږي چي طالبان او متحده ايالات د تير کال په وروستيو ورځو کي داسي يوې موافقې ته رسېدلي دي چي له مخي ئې طالبانو ته په قطر کي يو سياسي دفتر پرانيستل کيږي او د ګوانتانامو له زندان څخه د هغوی پنځه بند هم قطر ته استول کيږي.

کلنتن دغه راز په خپلو خبرو کي ويلي دي چي امريکا لا تر اوسه پوري د ګوانتانامو له زندان څخه د بنديانو د آزادولو په اړه کومي پريکړي ته نه ده رسېدلې.

د قطر صدراعظم هم د افغانستان د سولي له بهير سره خپل ملاتړ اعلان کړ او وئې ويل چي هيواد به ئې په جنوبي اسيا کي د سولي د رامنځته کيدو له پاره له هر فرصت څخه کار واخلي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل