1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د داعش لس زره جنگيالي وژل سوي دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۴, پنجشنبه

امريکايي چارواکي وايي چي پر افراطي ډلي «اسلامي دولت» باندي د دوی د بمباريو له پيل راهيسي تر اوسه پوري د دغي ډلي تر لس زره ډېر جنگيالي وژل سوي دي، خو دوی بيا هم پياوړي دي.

https://p.dw.com/p/1FbYU
انځور: picture-alliance/AP Photo

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال انتوني بلينکن، په پاريس کي د نړيوال ائتلاف غړو سره تر ليدني وروسته له «فرانس اينتر» راډيو سره په خبرو کي ويلي دي چي په تيرو ۹ مياشتو کي په عراق او سوريه کي د داعش تر لس زره ډېر جنگيالي وژل سوي دي.

بلينکن زياته کړې ده چي داعش دا هم ښوولې ده چي لا پياوړي دي او هروخت نوي يرغلونه پيلوي.

په قطر کي هم د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړي استازي جان آلن هم خبرداری ورکړی چي «اسلامي دولت» يوازي د سوريې او عراق له پاره خطر نه دئ، بلکي دغه ډله سيمي او نړۍ ته گواښ بلل کيږي.

د هغه په خبره د ترکيې، سوريې او عراق سرحدونه وروستۍ پولي دي چي دباندي د داعش د فعاليتونو مخه نيول کيدای سي.

د فرانسې خبري آژانس د سوريې د يوه امنيتي چارواکي په حواله په خپل راپور کي ليکي چي په وروستيو اونيو کي نزدې ۷۰۰۰ ايراني او عراقي ځواکونه د دمشق د دفاع له پاره سوريې ته ننوتلي دي.

بله خوا بيا ويل کيږي چي د نړۍ له گوټ کوټ څخه په هغه ډله کي له مرکزي آسيا هيوادونو څخه ډېر شمېر جنگيالي له داعش سره د يو ځای کېدو له پاره دغي سيمي ته ورغلي دي.

د «بحران نړيوالي ډلي» ويلي دي چي له دغي سیمي (مرکزي آسيا) څخه نزدې ۴۰۰۰ کسان له داعش سره يو ځای سوي دي.

تاجيکستان د چهارشنبې په ورځ د خپل يوه پوليس د نيولو نړيوال حکم صادر کړ. د دغه هيواد د ځانگړو پوليسو قوماندان چي امريکايي ځواکونو روزلی وو، د روان کال په اپريل مياشت کي لادرکه سو او څو اوونۍ وروسته ئې داسي ويډيو خپره سوه چي له داعش سره يوځای سوی دئ.