1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د توغندي آزموينه وځنډوله

سيد رياض (AFP,dpa,Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۱۸, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا تر منځ ترینګلو دیپلوماتیکو اړیکو ته په کتو سره، امريکا ویلي دي چې د بالستکي توغندی پلان شوې آزموینه یې ځنډولې ده. د دغه پریکړې موخه د پیونګ یانګ له خوا د غیر ضروري پارونی مخنیوی دی.

https://p.dw.com/p/18BDH
A Minuteman III intercontinental ballistic missile is launched from a pad on Vandenberg Air Force base. Aug. 20 1982. (BSLOC_2011_12_307)
LGM-30G Minuteman III Rakete USAانځور: picture alliance/Everett Collection

د پینتاګون یوه چارواکي یو شمیر خبري آژانسونو ته د نوم د نه اخيستلو په شرط د شنبې په ورځ ( ۲۰۱۳کال د اپریل شپږمه) ویلي دي چې د مینت مین ۳ (Minutemann 3) په نوم توغندی آزموینه به په راتلونکي میاشت کې له سره پلان شي.

نوموړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هېګل دغه پریکړه کړې ده، ځکه چې د پلان له مخې د دغه توغندی د ازمویني تر سره کول «شاید غلط تعبیر شي چې ځیني کیدای شي ووایي چې موږ له شمالي کوریا سره کړکیچ ته لمن وهو.»

په پام کې وه چې دغه آزموینه به په راتلونکې اوونې کې په کلیفورنیا کې تر سره شوی وای.

په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د دفاع وزرات له لوري په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې په راتلونکي اوونۍ کې د سو تفاهم د مخنیوي له پاره د توغندي ازموینه ځنډول شوې ده. دغه توغندی چي له يوې وچی څخه د بلي وچي د ويشتلو توان لري په کليفورنيا کي آزمويل کيږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا به یوه منطقي، له احتیاطه ډک او مسئولانه چلند وي. دغه ازمویني د شمالي کوریا له کړکیچ سره کوم تړاو نه لاره او ښایي په راتلونکې میاشت کې تر سره شي. د شمالي کوریا له خوا په تیرو اوونیو کې د متحده ایالاتو او سویلي کوریا پر وړاندې په ګواښونو کې زیاتوالی راغلی دی.

اروپایي دیپلوماتان خپل کار ته ادامه ورکوي

شمالي کوریا، د دریمې اتومي آزمویني د تر سره کیدو وروسته د ملګرو ملتونو له خوا لگول شوو نووو بندیزونو او د متحده ایالاتو او سویلي کوریا ګډو پوځي تمریناتو په قهر کړې ده. دغه هیواد په تیرو څو ورځو کې د واشنګټن او سویلي کوريا پر ضد د پوځي ګواښونو یوه لړۍ پیل کړې ده.

په دې وروستیو کې د شمالي کوریا چارواکو د بهرنیو هیوادونو سفارتونو ته وویل چې دوی یوازي د اپریل تر لسمې نیټې پورې د هغوی د خوندیتوب ډاډر ورکولای شي، چې دې کار داسې ګنګوسي رامنځ ته کړل چې ګويا شمالي کوریا یو بل توغندی توغوي.

له دې سره سره د شنبې په ورځ یو شمیر اروپایي هیوادونو چې په پیونګ یانګ کې سفارتونه لري وویل چې په عاجله توګه د خپلو دیپلوماتانو د راایستلو پلان نه لري. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي:

«د آلمان د سفارت امنیت او له ګواښ سره د مخام کیدو خطر به په دوامداره توګه تر بررسۍ لاندي ونیول شي. د اوس له پاره سفارت خپلو کارونو ته ادامه ورکوي.»

په برلین کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلې ول چې اروپایي دیپلوماتان د خپلو اقداماتو د همغږي کولو له پاره، له یو بل سره نزدې اړیکې لري.