1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا جنوبي کوريا ته F-22 الوتکي ولېږلې

شمس الرحمن ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۱۲, دوشنبه

د شمالي کوریا له خوا پر جنوبي کوریا د يرغل کولو تر گواښونو وروسته، د يکشنبې په ورځ امریکايي چارواکو F-22 جنگي الوتکي جنوبي کوریا ته لېږلي دي چي هلته په گډو پوځي مانورو کي برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/187cj
F-22 Raptor releases a 1 000-pound over the Utah Test and Training Range during weapons evaluation. October 20 2005. (BSLOC_2011_12_219) // eingestellt von se
F-22 Kampfjet/ Raptorانځور: picture alliance/ Everett Collection

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخي د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۳۱) جنوبي کوریا ته د F-22 جنگي الوتکو استول پر دې خبري دلالت کوي چې د شمالي کوریا له خوا پر خپل گاونډي هیواد جنوبي کوریا د احتمالي برید په صورت کې امریکا له سیول څخه دفاع کولو ته ژمنه ده.

په جنوبي کوریا کي د امریکا متحده ایالاتو د پوځي مرکز له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د F-22 یا هغه جنگي الوتکي چي رادار يې نه شي لیدلای له جاپانه د جنوبي کوریا د «اوسان ايئر بيس» په نامه امریکايي اډې ته لېږل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله دغه الوتکي به د «فول ایگل» په نامه د امریکا او جنوبي کوریا په گډو پوځې تمریناتو کې برخه واخلي.

په جنوبي کوریا کې د امریکا د پوځې ماموریت له خوا په خبر پاڼه کې دا هم راغلي دي چې« شمالي کوریا د هغو گواښونو او پاراونکو بیانيو څخه هیڅ هم نه شې ترلاسه کولای. دا نه یوازي د دې سبب گرځي چې پيونگ یانگ نور هم له انزوا سره مخامخ کړی، بلکي دا به د اسیا په شمال ختیځه سیمه کې د امنیت او ثبات په برخه کې نړیوال کوښښونه هم زیانمن کړي.»

په همدې حال کې د یکشنبې په ورځ چې د ایستر، په نامه د عیسویانو یوه مذهبي ورځ ده د کاتولیکي کلیسا مشر پاپ په خپل پيغام کې د شمالي کوریا او جنوبي کوریا د لانجې پر دپلوماتیک حل ټینگار وکړ.

د کاتولیکي کلیسا روحاني مشر فرانسس د یکشنبې په ورځ د عیسویانو د یوه ځانگړی عبادت پر مهال وویل:«د اسیا او په ځانگړې توگه په کوریا کې د امنیت او ثبات په حق دعا کوم چې اختلافات له منځه ولاړ شې او د خبرواترو د یوې نوې لړۍ روح پرمخ ولاړه شي.»

د پیونگ یانگ اټومې ازموینه، د کړکیچ د زیاتیدو سبب

د شمالي کوریا مشر کم جونگ اُن د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې هغه وخت د ملگروملتونو له منشور څخه سرغړونه وکړه، چي د اټومي ازموينې حکم يې ورکړ. دغه ازموينه له ۲۰۰۶ کال راهیسي د پیونگ یانگ دریمه ازموېنه وه.

د شمالي کوريا لښکر
د شمالي کوريا لښکرانځور: picture-alliance/dpa

تر دغي آزمويني وروسته پر شمالي کوریا نور بندیزونه هم ولگول شول. شمالي کوريا د دغو نوو بنديزونو په غبرگون پر جنوبي کوریا او امریکا د يرغل کولو گواښونه پيل کړل. د امریکا او جنوبي کوریا گډ پوځې مانورونه هم د شمالي کوریا له پاره د زغملو وړ نه ول.

د پيونگ یانگ حکومت دوې ورځي دمخه په ډیري سختي لهجې سره وويل، چې له جنوبي کوریا سره د جنگ په حالت کې ده او د دواړو هیوادونو ترمنځ به هرې مسئلې ته د جنگي پروتوکول په اساس کتل کیږي.

د جبوبي کوريا تهديد

د جبوبي کوريا جمهور رئيسې پارک گون هويه، شمالي کوريا پر وړاندي د يوه چټک پوځي غبرگون گواښ کړی دئ. هغې په سئول کي د دفاع وزارت په غونډه کي وويل، چي که جنوبي کوريا او خلگ ئې وگواښل شي نو دوی به هم د گواښ جواب ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب