1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا بيا نوی توغندی ازمويلی

۱۳۹۸ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

د روسيې او امريکا تر منځ د هستوي توغنديو د نه جوړولو تړون تر لغوه کېدو وروسته دواړو اړخونو د توغنديو ازمويل پېل کړي دي.

https://p.dw.com/p/3OB1g
USA Militär testet Marschflugkörper
انځور: picture-alliance/dpa/S. Howe

د روسيې او امریکا متحده ايالاتو تر منځ د منځني واټن ويشتونکو هستوي وسلو (INF) تړون د ۲۰۱۹م کال د اګست مياشتي له دويمي نېټي راهيسي لغوه دی.

د ياد تړون تر لغوه کېدو دوې اونۍ وروسته امریکا متحده ايالاتو نوي توغندي ازمويلي دي. پنتاګون ويلي دي چي د دغې ازمويني مقصد د راتلونکي پرمختګ له پاره د »امکاناتو« رامنځ ته کول ؤ. له ياد تړون څخه د وتلو وروسته دا لومړی ځل دی چي د امریکا متحده ايالات دا مني چي دا ډول توغندی يې ازمويلی دی.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت ويلي دي چي دغه توغندی چي د کاليفورنيا د ساحل سره واقع له سان نيکولاس ټاپو څخه وتوغول سو د ۵۰۰ کلومترو په فاصله کي يې خپل هدف په کاليفورنيا کي وويشت. که ياد تړون لا برحال وای، نو دا ډول يوه ازموينه به سرغړونه بلل سوې وای، ولي چي د ياد تړون له مخي د دا ډول منځني واټن ويشتونکو توغنديو جوړول او ازمويل منع ؤ.

پنتاګون ويلي دي چي هغه توغندی چي ازمويل سوی »دستوري عيار سوی« توغندی ؤ. خو دغه ډول توغندی چي د عادي سرګلولې له پاره جوړ سوی، وروسته داسي پکښي تغيرات راوستل کيدلای سي چي بيا اتومي سرګلولې هم انتقال کړي.

پنتاګون ويلي دي چي په ياده ازموينه کي ازمويل سوی توغندی ډير »دقيق« خپل هدف ويشتلی دی. زياته سوې چي له دغي ازموينې څه په لاس راغلي معلومات به په راتلونکي کي «د منځني واټن د امکاناتو» د پرمختګ له پاره وکارول سي.

امریکا متحده ايالات د روانې اګست مياشتي په پېل کي په دې دليل له ياد تړون څخه وتلي ول چي ګواکي روسيې له دغه تړون څخه سرغړونې کړي دي. خو روسيې دا ډول ټول تورونه ردوي او پر امريکا متحده ايالاتو د سرغړونو تور لګوي. د دغه تړون د لغوه کېدو سره سمدستي د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير مارک اېسپر د نوو توغنديو جوړولو اعلان کړی ؤ.

د (INF) تړون په ۱۹۸۷م کال د امريکا متحده ایالاتو او د شوري اتحاد له خوا لاسليک سوی ؤ. د دغه تړون له مخي له مځکي څخه پر مځکه د هدف ويشتونکو داسو توغنديو جوړول منع سوي ول چي د ۵۰۰ او ۵۵۰ کلومترو پوري واټن ويشتلای او اتومي سرګلولې انتقالولای سي.

د ياد تړون لغوه کېدنې په ټوله نړۍ کي د نوو تجهيزاتي سياليو د رامنځ ته کېدو ويري خپرې کړي دي.

آژانسونه/ا.ا./ن.ز.