1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او طالبانو په دوحه کي د سولي خبرو ته دوام ورکړی

۱۳۹۸ مرداد ۱۴, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو استازو په دوحه کي د شنبې او يکشنبې په ورځو د سولي په اړه خبرو ته دوام ورکړی. دا د دوی د خبرو اترو اتم پړاو دی.

https://p.dw.com/p/3NLRE
Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

دا چي د افغانستان د سولي په اړه د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو دغه پړاو به څومره دوام وکړي تر اوسه پوري معلومه نه ده.

د افغانستان د سولي د خبرو اترو له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد بيا هم د خبرو اترو موخه د سولي د يوه تړون رامنځته کول بللي چي په بل گام کي بيا دغه تړون له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو امکان برابروي.

امريکا متحده ايالات چي ۱۸ کاله مخکي يې پر افغانستان يرغل وکړ، له نژدې يوه کال راهيسي له وسله والو طالبانو سره د سولي په اړه خبري کوي. د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ په خبرو اترو کي «ستر پرمختگ» ستايلی دی.

د امريکا متحده ايالاتو حکومت له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د رايستلو پريکړي په بدل کي له طالبانو څخه ډيري ژمني غواړي چي په هغو کي امنيتي ژمني، اوربند او د افغانستان له حکومت سره خبري شاملي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د يکشنبې په ورځ په استراليا کي ويلي دي چي ولسمشر ترمپ روښانه کړې ده چي هغه د ديپلوماتيک حل په لټه کي دی کوم چي «موږ ته اجازه راکوي» چي هلته خپلي منابع لږې کړو. خو په عين حال کي بايد اطمينان حاصل سي چي افغانستان به بيا هيڅکله هم «د پر شاتگ په سیمه نه بدليږي چي وروسته بيا يو تروريست له هغه ځايه پر امريکا متحده ايالاتو يرغل وکړي».

واشنگټن تلاښ کوي چي د روان کال ميلادي کال د سپتمبر مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري له طالبانو سره د سولي يو تړون رامنځ ته کړي. د سپتمبر مياشتي په پای کي په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکني کيږي.

(N.Z/S.R(AFP,dpa