1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او بريتانيا له ايران سره د اټومي تړون دفاع وکړه

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۵, سه‌شنبه

اوباما ویلې دي چې له ایران سره موافقه د امریکا د امنیت په ګټه ده. د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد پارلمان ته په وينا کي له اسراییل څخه وغوښتل چې له ایران سره رامنځ ته شوی جوړجاړی دي نه زیانمنوي.

https://p.dw.com/p/1AOhh
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په ژنیو کي له ایران سره د ۵+۱ هیوادونو د موافقې دفاع وکړه. اوباما په سانفرانسیسکو کې د خپلۍ وینا پر مهال وویل: «په تیره یوه لسیزه کې د لومړي ځل له پاره امریکا پخ دې وتوانیدله چې د ایران د اټومي پروګرام مخه ونیسي او د هغه مهمي برخې ودروي.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د ایران د اټومي پروګرام له تاسیساتو څخه د نړیوالو څارونکو له خوا د دقیقې څارنې په وسیله کیدای شي اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنوی وشي. اوباما دا ومنله چې له ایران سره په بشپړ ډول یوې موافقې ته د رسیدو په مخکي اوس هم ډیر خنډونه موجود دي، خو سره له دې هم هغه په ژنیو کې ترلاسه شوې موافقه د امریکا د دپلوماسۍ یوه بریا بولي.

د امریکا ولسمشر وویل چې هغه د سیاسي ستونزو د حل له پاره د زور زیاتي له طریقو څخه د کار اخیستلو پلوی نه دی.«تند او سخت دریځ نيول او نورو ته اوږه خالي کول کیدای شي آسانه وي، خو زموږ امنیت نه تامینوي.»

یو شمیر امریکايي چارواکو له ایران سره د موافقې په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې ده. یو شمیر بانفوذه سناتوران د ایران پر وړاندي د نیویو بندیزونو په هڅه کې دي.

د امنیت د ټینګښت پر لور یو ګام

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۵) په ماښام د خپل هیواد پارلمان ته له ایران سره د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو د موافقې اساسي ټکي تشریح کړل. هغه وویل چې په دغي موقتي موافقې سره په منځنۍ آسیا کې امنیت ښه شوی او په نړۍ کې د اټومي وسلو د پراختیا د مخنوي په برخه کې یو ګام پورته شوی دی.

هیګ زیاته کړه چې دغه موافقه د شپږو میاشتو له پاره ترسره شوې ده او یوازي په هغه صورت کې تمدیدیږي چې ګټوري پایلې ولري او له ایران سره په یوه بشپړ تړون تمامه شي. د بریتانيا د بهرنیو چارو د وزیر په خبره د ۵+۱ هیوادونو یوه ګډه کمېټه به د دغي موافقې د عملي کیدو څارنه کوي.

همدارنګه هیګ یادونه وکړه چې پر ترسره شوي موافقې سربیره به پر ایران د لګول شوو بندیزونو یوه «اصلي» برخه باقي پاته وي، د بیلګې په توګه، د اومو تیلو«نفت» او ګاز، مرکزي بانک او نور ایراني بانکونه، اټومي ټکنالوژي، وسلې او بالستیکي راکټونه او هغه شمیر ایراني اتباع چې په نړیوال کچه ورباندي بندیز لګول شوی په دغو بندیزونو کې شامل دي.

هغه ټینګار وکړ چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د اروپايي ټولنۍ، امریکا، او ملګروملتو له خوا پر ایران هیڅ ډول تازه بندیز ونه لګول شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت مسوولیت

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل چې له ایران سره یوې موافقې ته رسیدل، اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنوي په برخه کې یو ډیر ښه کوښښ وو.

هیګ زیاته کړه چې له ایران سره د تړون مخالفینو بل هیڅ کوم سیاسي بديل نه لاره چې وکولای شي له ایران سره د پوځې برخود مخه ونیسي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت سبب وګرزي.

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې که ایران په راتلونکو شپږو میاشتو کې پر خپلو ژمونو وفا ونه کړي، نو ډیر دروند مسوولیت به ولري او یو ځل بیا به د نړیوالي ټولني له غبرګون سره مخامخ شي.