1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا اروپا ته جنگي جټ الوتکي لېږي

۱۳۹۴ شهریور ۳, سه‌شنبه

امريکا متحدو ايالاتو ويلي دي چي په اروپا کي د اوکراين کړکېچ سخت اندېښمن کړي او غواړي چي د خپلو شريکو اروپايي هيوادونو ملاتړ ته ور ودانگي. امريکا پلان لري چي څو F-22 ډوله جنگي جټ الوتکي اروپا ته ولېږي.

https://p.dw.com/p/1GLEr
انځور: picture-alliance/dpa/Us Air Forces Central Command/Sg

دا د امريکا تر ټولو گراني او پرمختللي جنگي جټ الوتکي دي. امريکا په لومړي وار دغه الوتکي په عراق او سوريه کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد مبارزه کي وکارولې.

دغه الوتکي ډېر پرمختللی تنخيک او وسلې لري او کولای سي د دښمن له راداره پټي تيري سي، يعنی رادار ئې کشفولای نه سي.

د ناټو د ختيځو غړو هيوادونو د ملاتړ ستراتيژي

اوس په پلان کي ده چي دغه پرمختللي الوتکي اروپا ته ولېږل سي. د امريکا د هوايي ځواک يوه چارواکي ديبورا لي جيمس، ويلي دي چي دا د اروپا په ختيځ کي د ناټو د غړو هيوادونو د ملاتړ د ستراتيژۍ يوه برخه ده.

هغه ويلي دي: «موږ او زموږ اروپايي متحدانو ته په اوکراين کي د روسيې پوځي فعالیتونه د ستري اندېښنې سبب گرځېدلي.»

جيمس زياته کړې ده چي پر دې سربيره به امريکايي پيلوټان په اروپا کي د پوځي مانورو پرمهال تجريبې راټولي کړي. خو هغه د الوتکو د شمېر او دا چي په اروپا کي به کله او چيري ځای پر ځای سي په اړه څه نه وويل.

۱۸۰ جټ الوتکي

د اروپا په ختيځ کي د ناټو غړي هيوادونه، لکه پولنډ يا بالتيک هيوادونه استونيا، ليتوانيا او لاتويا د روسيې له خوا ځان له گواښ سره مخامخ گڼي. روسيې د ۲۰۱۴م کال په مارچ مياشت کي د اوکراين کريميا نيمه ټاپو خپله خاوره وگرځوله او له هغه راهيسي د اوکراين په سرحد کي روسي ځواکونه فعال دي.

ځيني لوېديځ هيوادونو پر مسکو تور لگوي چي د اوکراين په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، خو روسيه دغه تورونه نه مني.

د امریکا هوايي ځواک په ټوليزه توگه ۱۸۰ F-22 ډوله جنگي الوتکي لري. دغه الوتکي چي «رپتر» نوميږي له ۲۰۰۵م کال راهيسي د پوځ په واک کي ورکړل سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب